پاکستان نن ۱۵۰۰ تنه افغان کډوال افغانستان ته شړلي

د خېبر پښتونخوا د کورنيو او قبايلي چارو وزارت د معلوماتو له مخې، نن سې شنبه د پاکستان له بېلابېلو سيمو څخه ۱۵۰۱ تنه افغان کډوال ایستل شوي دي. دوی وایي، چې تر ټولو ډېر کډوال یې له راولپنډۍ، خوشاب، اټک او سیالکوټ څخه شړلي دي.

د خېبر پښتونخوا د کورنيو او قبایلي چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ۵۰۲ کډوال یې له راولپڼډۍ، ۳۷۲ تنه یې له خوشاب، ۲۱۸ تنه یې له اټک ، ۱۵۰ تنه له سیالکوټ، ۷۵ تنه له چکوال، ۴۸ تنه له منډيي بهاوالدین، ۱۹ تنه له شیخوپورې، ۱۷ تنه د پېښور له مرکزي زندان او نورو سیمو څخه اېستلي دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، دا اقدام د غیر قانوني بهرنیانو د اېستلو په تړاو د فدرالي حکومت له پرېکړې سره سم کړی.

پاکستاني چارواکو زياته کړې، چې په دغه هېواد کې د غير قانوني کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ لا هم دوام لري.

چارواکو یو ځل بیا له کډوالو غوښتي، چې په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي، که نه په جبري توګه به ونیول شي او وبه ایستل شي.

د دوشنبې په ورځ هم پاکستاني چارواکو خبر ورکړی، چې دوی له ۵ زرو زیات کډوال شړلي دي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره شوي دي.

د دوی په کورونو چاپې اچول کېږي او کور په کور د افغانانو تالاشۍ روانې دي.

ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو د پاکستان دغه اقدام په سختو ټکو غندلی او دا یې انساني ناورین بللی دی.