طالبان وايي تېر کال یې ۹۵۴ اداري او ښوونيز مرکزونه ترمیم کړي
د طالبانو پوهنې وزارت ویلي، چې تېر کال یې په ټول هېواد کې د ۴۵۵ مېليونه افغانیو په لګښت ۹۵۴ اداري او ښوونيز مرکزونه بیارغولي او ګټنې اخيستنې ته یې سپارلي دي. طالبان زياتوي، چې ۸۷۱ تدريسي او اداري ودانۍ يې له عادي بودجې او ۸۳ يې د همکارو ادارو په ملاتړ ترمیم کړي دي.
د طالبانو پوهنې وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې له خلکو او سوداګرو غوښتي، چې د ښوونيزو ادارو او مرکزونو په ترمیم او جوړولو کې له دوی سره لا همکاري وکړي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د ملکیتونو د ساتنې او مراقبت مشر سمیع الحق حماس وايي، چې دغه ترمیم شوي ښوونيزې ادارې او مرکزونه په ټول افغانستان کې دي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دې ډلې تر ډېره د ښوونځيو پر ځای د مدرسو جوړولو ته مخه کړې او پرله پسې يې هڅه کړې، چې د مدرسو نصاب او سیسټم په ټوله ښوونيزه برخه کې عملي کړي.