عراقچي: ایران او امریکا د شنبې په ورځ په عمان کې په غیر مستقیم ډول سره په لوړه کچه ګوري
د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو پیل تایید کړ او وایي، چې ایران او امریکا د شنبې په ورځ په عمان کې په غیر مستقیم ډول سره په لوړه کچه ګوري.
نوموړي په خپل اېکس کې په انګلیسي ژبه لیکلي، چې دغه کتنه به په غیر مستقیم ډول وشي.
عراقچي زیاته کړې: «دغه کتنه په هماغه کچه چې یو فرصت دی، یوه ازموینه هم ده .»
د عراقچي له ټوېټ مخکې د ایران یوې حکومتي سرچینې هم رویټرز ته ویلي و، چې دغه کتنه به په عمان کې وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره له کتنې وروسته اعلان وکړ، چې متحده ایالات له ایران سره مستقیمې خبرې کوي.
د امریکا ولسمشر وویل: "له ایران سره زموږ خبرې اترې په لوړه کچه ترسره کېږي. موږ مستقیم له هغوی سره خبرې کوو. موږ به د شنبې په ورځ له ایران سره په لوړه کچه خبرې وکړو."
ډونالډ ټرمپ دغه راز ټينګار وکړ، چې ښایي له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
له دې سره، نتنیاهو بیا ویلي: "موږ په دې خبرې وکړې چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي، خو که ترلاسه یې کړي او ډېپلوماټیکې لارې حل لاره نه وي نو هغه څه به ترسره شي کوم چې په لیبیا کې ترسره شوي وو."