جلالي: د وېرې پر بنسټ رامنځته شوي نظامونه له هرڅه وېرېږي
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او په امریکا کې د پوهنتون استاد علياحمد جلالي افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په مرکه کې د طالبانو واکمنۍ ته په اشارې وايي، هغه نظامونه چې د خلکو د اعتماد پر بنسټ نه؛ بلکې د وېرې پر بنسټ رامنځته شوي وي، له هرڅه وېره لري.
نوموړي د سېشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) په خپلې مرکه کې زیاته کړې، چې دا کړنې او حرکتونه د دغو نظامونو د ورکېدو لامل ګرځي او په وینا یې، ځکه دوی بل هېڅ څه نهلري چې خلکو ته یې ورکړي.
جلالي وايي، چې حکومتونه د خلکو پر اعتماد بنا دي او که د خلکو اعتماد نه وي، د هر هغه نظام بنسټ کمزوری وي او ان باد یې هم له منځه وړي.
د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر پر خلکو د طالبانو کنټرول ته په اشارې وايي، چې اجباري اطاعت خلک اړ کوي چې د ځان او د خپلو کورنیو د غړو د ساتلو لپاره هرڅه ته غاړه کېږدي.
د هغه په وینا، سانسور د یوې ټولنې لپاره زهر دی او پر خلکو دا ټول کنټرول نهشي کولای د بقا لامل وګرځي.
علياحمد جلالي وویل: «هغه کسان چې په یوه حکومت کې د حکومتولۍ صلاحیت ونهلري، په علمي، فني او ټکنالوژۍ مسایلو کې اهلیت نهلري، نو هغوی کوښښ کوي چې خپل عیبونه د سانسور له لارې پټ کړي او هر هغه څه چې د دوی زده دي د فرهنګ برخه یې وګرځوي.»
نوموړي د طالبانو لهخوا په افغانستان کې پر مشاعرو د بندیز په تړاو د پوښتنې په ځواب کې زیاتوي، استبدادي نظامونه د دې لپاره چې پر خلکو حکومت وکړي او اقتدار یې وساتل شي، ورځ تر بلې محدودیتونه ډېروي او په وینا یې خلک په قفس کې اچوي.
علياحمد جلالي دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې نن سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په شفاهي ډول ټولو ادارو ته امر کړی، چې تر امرثاني پورې د مشاعرو جوړول وځنډوي.