د بښنې نړۍوال سازمان: ایران په۲۰۲۴ کال کې د ثبت شویو اعدامونو نړۍوال ریکارډ لري
د بښنې نړۍوال سازمان په ۲۰۲۴کال کې د اعدام سزا په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي، ایران یو ځل بیا د هغو هېوادونو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړی چې تر ټولو ډېر اعدامونه یې ترسره کړي دي.
د اټکلونو له مخې، چین اوس هم د نړۍ ترټولو لوی اعدام کوونکی هېواد دی چې هر کال په زرګونو خلک د اعدام په سزا محکوموي.
د بښنې نړۍوال سازمان وایي، چې د روڼتیا او رسمي معلوماتو د نشتوالي له امله یې په خپلو راپورونو کې د چین په اړه د اټکل شوي احصایې له خپرولو ډډه کړې ده.
د دغه راپور له مخې؛ تېر کال په نړۍ کې لږ تر لږه ۱۵۱۸ اعدامونه ثبت شوي، چې نږدې دوه پر درېیمه برخه یې په ایران کې ترسره شوي؛ دغې شمېرې ایران د نورو هېوادونو پرتله په اوږده واټن کې په لومړي ځای کې راوستی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګري ملتونه او د بشري حقونو سازمانونه له کلونو راهیسې په ټوله نړۍ کې د اعدام د سزا د کمولو او لغوه کولو غوښتنه کوي.
ایران نه یوازې دا چې د اعدام سزا نه ده ورکړې؛ بلکې د اعدام د سزا د عملي کولو بهیر یې هم ګړندی کړی دی، چې د بشري حقونو د نړۍوالو سازمانونو او فعالانو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
په نړۍ کې په ۲۰۲۴کال کې د اعدامونو ثبت شوی شمېر د تېر کال پرتله نږدې ۳۲سلنه زیات شوی، چې له ۲۰۱۵کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېږي.
بل خوا بیا په جنیوا کې مېشت د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ میاشت کې په ایران کې د ۳ افغانانو په ګډون ۵۹ تنه اعدام شوي دي.
دغه سازمان زیاتوي، چې د روان کال لومړۍ ربع کې د تېر کال پرتله اعدامونه دوه چنده زیات شوي دي.