د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: له افغانستان سره مرستې ځکه بندې شوې چې طالبانو ګټه اخیسته
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان لپاره یې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) سره خپلې مرستې بندې کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټیمي بروس وویل، چې دا پرېکړه یې ځکه کړې چې د امریکا له مرستو یوولس میلیونه ډالر د طالبانو جېبونو ته تللي دي.
نوموړې ویلي، چې د یمن لپاره یې هم مرستې بندې کړې دي.
بروس زیاته کړه: “ترهګرو، لکه حوثیان په یمن کې او طالبان په افغانستان کې له دغو مرستو ګټه اخیسته”.
د یادونې وړ ده، چې سپینې ماڼۍ ته د امریکا د نوي ولسمشر په ورتګ سره د نوي حکومت چارواکو افغانستان سره په کېدونکو مرستو ګڼې نیوکې کړې دي او دا مرستې یې له طالبانو سره د مرستې په معنا ګڼلې دي.