طالبانو د سلما بند اوبه د کرنیزو ځکمو د خړوبولو لپاره خوشې کړې
په هرات کې د طالبانو ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن یې د هرات سلما بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې کړې دي. طالبانو زياته کړې، چې دغه اوبه به د هریرود سیند په شاوخوا کې ټولو کرنیزو ځمکو ته ورسيږي.
په هرات کې د طالبانو ولایت مقام د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هوا له تودېدو سره اوبو ته د کرنيزو ځمکو او بڼوالو اړتيا زياته ليدل کیږي او په همدې موخه یې دغه اوبه خوشې کړې دي.
طالبانو له ځمکوالو او بڼوالو غوښتنه کړې، چې د هریرود سنید په اوږدو کې له تګ راتګ او د کښتونو له کر ډډه وکړي چې د احتمالي پېښو مخه نیول شوې وي.
کروند ګر او بڼوال هم د هوا په تودېدو د خپلو کښتونو او ځمکو د خړوبولو لپاره زياتو اوبو ته اړتيا لري.
سلما بند د افغانستان په لوېدیځ کې د هریرود او مرغاب سينديزې حوزې مهمو بندونو کې شمېل کیږي، چې د جوړولو چارې یې په ۱۳۹۴ کال کې په هرات کې پیل او په ۱۳۹۵ کال کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.