امر الله صالح د طالبانو تر واک لاندې فعالو رسنیو سره د مرستو پر بندېدو خوښي وښوده

د پخواني جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په افغانستان کې دننه د طالبانو تر واک لاندې رسنیو سره د مالي مرستو پر بندېدو خوښی څرګنده کړې ده. هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د طالبانو تر واک لاندې رسنیو یوازې د ملاهبت الله او د هغه د ملېشو څېرې سپینولې.

امرالله صالح نن د وري پر ۱۹مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې امریکا مرستې له هغو رسنیو سره بندې کړې چې د طالبانو تر واک لاندې فعالیت کوي.

امرالله صالح لیکلي:«د طالبانو تر واک لاندې رسنیو د دوحې له کودتا وروسته د هبت الله او د هغه د ملېشو کاذبې څېرو د سپینوالي پرته بل کار نه درلود.»

صالح ویلي چې په تېرو دریو کلونو کې د واشنګټن د «پټو او ناپاکو مرستو» له احتمالي بندېدو خوښ دی، چې یوازې د طالبانو د ناروا او ملي ضد واکمنۍ د ټینګیدو لامل شوې دي.

دغه پخوانی افغان چارواکی چې اوس مهال له هېواده بهر دی وايي، د اقتصادي بندیزونو ترڅنګ د طالبانو نور انزوا کول به د دې رژیم پرځول اسانه کړي، چې د افغانستان له ټولو کلتوري او معنوي ارزښتونو سره دښمني لري.

امرالله صالح د رسنیو په اړه داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تېره ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې موبي رسنیز ګروپ چې طلوع ټلوېزون یې یوه برخه ده، لسګونه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

یوې سرچینې وویل، د موبي میډیا ګروپ ۲۵ تنه له طلوع نیوز او ۲۵ نور د ادارې له نورو برخو ګوښه کړي، چې ور سره «د طلوع نیوز ډېری خپرونې هم بندې شوې.»

ځینو سرچینو د بودجې کمښت او د موبي ګروپ د کارکوونکو ګوښه کول د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو له کمولو سره تړلي وبلل.

موبي میډیا ګروپ له خپل تاسیس راهیسې د امریکا متحده ایالاتو پراخ مالي ملاتړ درلود او اوس د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو په بندیدو سره د دې ادارې مالي ملاتړ هم اغیزمن شوی.

افغانستان انټرنشنل د دې خبر په اړه د غبرګون ترلاسه کولو لپاره د موبي ګروپ له څښتن سعد محسني سره اړیکه ونیوله، خو محسني تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.