د پنجاب پولیس: تېره ورځ له ۱۰۰۰ ډېر بې اسناده افغان کډوال له دغې صوبې اېستل شوي دي
د پنجاب پولیس وایي، د بې اسناده کډوالو د اېستلو لپاره د حکومت لهخوا پیل شوې لړۍ بې له ځنډه دوام لري چې د اړوندو ادارو په مرسته یوازې تېره ورځ ۱۳۳۶ کسان له پاکستانه اېستل شوي دي.
د پنجاب پولیسو پر اېکس پاڼه خبر ورکړی، په تېرو دوو ورځو کې بیا له ۲۷۷۲ څخه ډېر بې اسناده کډوال د توقیف مرکزونو ته لېږدول شوي او ۲۸۱۰ بې اسناده کډوال بیا لا دمخه په توقیف ځایونو کې ساتل کېده.
په دغه یادښت کې راغلي، چې د لاهور په ګډون په ټوله پنجاب صوبه کې د بې اسناده کډوالو د اېستلو لپاره ۴۶ مرکزونه جوړ شوي او کډوال د اړوندو ادارو سره په همغږۍ د پنجاب له پولو بهر لېږدول کېږي.
په دغه لیکنه کې راغلي، چې بې اسناده کډوال د ځانګړې څانګې، سي ټي ډي، امنیتي ادارو او استخباراتي معلوماتو له لارې پېژندل کېږي.
د پنجاب د پولیسو مشر ډاکټر عثمان انور وایي، ټول بې اسناده کډوال به له دغه هېواده و اېستل شي.
له بل پلوه بیا د پاکستان د کډوالو چارو سرچینو ویلي، چې د لنډي کوتل په پنډغالي کې ۱۰۰۲ تنه افغان کډوال تېره ورځ د قانوني بهیر له بشپړېدو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته واستول شول.
د دغه سرچینو په وینا، د دغه کسانو له ډلې ۵۸۰ یې بې اسناده وو، پداسې حال کې چې ۴۲۲ کسانو سره د (ACC) کارتونه وو.
د اپرېل له لومړۍ نېټې تر دې دمه ۱۱۵۱ افغان کورنۍ چې ټولټال ۷۷۰۲ کسان کېږي، له پاکستانه اېستل شوي دي.
په دغه شمېر کې ۳۰۸۱ نارینه، ۱۹۸۱ ښځې او ۲۶۴۰ ماشومان شامل دي.
د کډوالو چارو سرچینې زیاتوي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له ۱۷مې نېټې څخه د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې نېټې پورې ۷۰۴۹۴ افغان کورنۍ چې ټولټال ۴۶۹۱۵۹ کسان کېږي؛ بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي.