متحده جبهه: افغان کډوال باید د طالبانو د چارو سزا و نه ویني
د افغانستان متحدې جبهې په یوه خبرپاڼه کې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د جبري اېستلو په غبرګون ښودلی دی او ویلي یې دي، چې «کډوال باید د طالبانو د کړنو سرا ونه ویني» په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري شړل غیر انساني اقدام دی.
د جنرال سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان متحده جبهې نن د وري په ۱۶مه د یوې خبرپاڼې خپرولو سره لیکلي، پاکستان هغه کورنۍ په نښه کوي چې د طالبانو افراطي رژیم له ظلم، فقر او بشري فاجعې تښتېدلې دي.
دغه جبهې د ایران او پاکستان له حکومتونو غوښتي چې د اسلامي ارزښتونو او بشري حقونو پر بنسټ له افغان کډوالو سره انساني چلند وکړي.
دوی زیاتوي چې پاکستان د تېرو لسیزو په اوږدو کې افغانانو ته پناه ورکړې وه او دوی غوښتنه کړې چې یاد هېواد دې د انسان دوستۍ لارې ته دوام ورکړي نه دا چې «د خپلو ظالمانه سیاسونو له لارې د افغانانو انساني کرامت او امنیت له منځه یوسي.»
دغه جبهې پر افغانانو غږ کړی، چې په دې سخت وخت کې د خپلو افغانانو سره یو موټی شي او د عدالت لپاره غږ پورته کړي او یا هم مستقیمې مرستې ورسره وکړي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي:« طالبان نه ویوازې خپلو دروغجونو ژمنو خپلو لابیګرانو او ملاتړو ته وفادار پاتې نشول بلکې د افغان ولس لپاره یې لا نور ظلم، رټل او بې ځایه کېدل رامنځته کړل.»
دوی همدراز ویلي چې دغه جبهه د طالبانو پرضد فعالیتونه کوي ترڅو افغانستان د ټولو افغانانو او نړۍ لپاره یو خوندي کور شي.
پاکستان د ۲۰۲۳کال له اکتوبر میاشتې راهیسې له دغه هېواده څه باندې ۸۰۰زره کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.