خواجه اصف: هر هغه پاکستانی چې د کډوالو په ستنولو خفه وي، زموږ له دښمنانو سره یو ځای دی
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف له پاکستانه د افغان کډوالو بېرته ستنولو ته په اشارې سره پر اېکس پاڼه لیکلي، هر هغه پاکستانی چې د کډوالو د بېرته ستنولو مخالف وي، «زموږ له دښمنانو سره یو ځای دی.»
هغه کاږلي:« کله چې ستاسو په کور کې کوم پناه غوښتونکی ستاسو کور ته زنده باد نه وایي، او ستاسو بېرغ ته سپکاوی کوي او د هغوی خپلوان ستاسو د ساتونکو وینه تویوي؛ باید بېرته خپل وطن ته ستانه شي.»
خواجه اصف په خپله لیکنه کې د پاکستان په هغې ادعا ټینګار کړی، چې ګواکې «ټيټيپي» او بلوڅ بېلتونپاله غورځنګ ته طالبانو په افغانستان کې خوندي پټنځایونه ورکړي او زیاته کړې یې ده:« د چا په خاوره کې چې زموږ دښمنانو پناه اخیستې او دلته یې دوه نسلونه رالوی شول، بیا هم زموږ د وطن لپاره د خېر دعا نه غواړي؛ نو اوس باید دغه مېلمانه بېرته خپل وطن ته ستانه کړل شي.»
خواجه اصف ویلي:« هر هغه پاکستانی وګړی چې د دغو پناه غوښتونکو په شړلو خفه کېږي او پر وړاندې یې مخالفت کوي، له مونږ څخه نه دی؛ بلکې د پاکستان له دښمنانو سره یو ځای دی.»
د پاکستان د دفاع وزیر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې دغه هېواد له څه مودې راهیسې د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ چټکه کړې ده.
د پاکستان حکومت د روان کال اپرېل میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې ۱۱۲۷۲ افغانان په جبري توګه ستانه کړي دي.
بل خوا بیا طالب چارواکو د یکشنبې په ورځ پر پاکستان غږ کړی، چې د کډوالو د تدریجي ستنولو لپاره یوه ګډه تګلاره چمتو کړي.
د دوی په خبره، د کډوالو جبري ستنول د هېڅ هېواد په ګټه نه دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د پاکستان استازې فلیپا کېنډلر په وینا، پاکستان د ۱.۵۲ مېلیون راجستر شويو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو کوربهتوب کوي.
د اټکل مخې، اته لکه افغانان د ACC کارتونه لري او نور په دغه هېواد کې پرته له رسمي پېژندګلوۍ ژوند کوي.