د پاکستان پوځ وايي پښتونخوا کې یې د یو قومندان په کډون ۹ وسلوال ووژل
د پاکستان پوځ وايي، تېره شپه یې د دېره اسماعیل خان په تکواره سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیاتو کې د اورپکو د ځايي مشر شیرین په کډون یې ۹ وسلوال وژلي. د پوځ د عامه اړیکو دفتر زیاتوي چې دا وسلوال له سختې جګړې وروسته وژل شوي. پوځ د خپلې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي
دا اداره په خپله اعلامیه کې وايي چې له وژل شویو وسلوالو یې وسلې هم لاسته راوړې دي.
د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې د وسلوالو وژل شوی مشر شیرین په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو او د ځینو بې ګناه ملکي وګړو په هدفي وژنو کې لاس درلود.
وژل شوی قومندان د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۰مه د پاکستاني نظامي تورن حسنین اختر د وژلو مسوول هم و.