د ایران سفارت: د صنعت او سوداګرۍ وزیر په نږدې ورځو کې کابل ته سفر کوي
په کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې د دغه هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک به په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته سفر وکړي.
په کابل کې د ایران سفارت د یکشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي په تهران کې له وزیر اتابک سره لیدلي او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د سوداګریزې راکړې ورکړې په اړه خبرې اترې کړې دي.
د دغه سفارت په وینا؛ د صنعت او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک له افغانستان سره د همکاریو په دوام ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې ډېر ژر به د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.
تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی و.
د عراقجي له سفر وروسته د ایران د دولت ویاندې فاطمه مهاجراني په یوې خبري غونډه کې د هلمند سیند د حقابې په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:« په طبیعي ډول هېوادونه د خپلو سرچینو اړوند موضوعاتو په برخه کې له یوه او بل سره خبرې اترې لري. کابل ته د بهرنیو چارو وزیر سفر د دې لامل شو، چې زموږ د هېواد پر لور اوبه را خلاصې شي.»
بل خوا بیا طالبانو ویلي دي، چې د دغو سفرونو موخه له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پراخول دي.
طالب چارواکو بهرنیو پانګهوالو ته بلنه ورکړې، چې د افغانستان د کانونو، تېلو او ګازو په برخو کې پانګونه وکړي.