ایران وايي چې په دغه هېواد کې دوه مېلیونه افغانان غیر قانوني اوسېږي
د ایران د کورنيو چارو وزارت سلاکار او د وګړو او بهرنيو کډوالو چارو مرکز رییس په دغه هېواد کې د قانوني او غيرقانوني افغان کډوالو شمېر ۶مېليونه او ۱۰۰ زره تنه اعلان کړ.
هغه وويل، چې له دې ډلې دوه مېليونه او ۱۰۰ زره تنه قانوني، دوه مېليونه غيرقانوني او دوه مېليونه نور د سرشمېرنه شويو کسانو په ډله کې راځي.
نادر يار احمدي وويل، چې تېر کال له ایران څخه له یو مېليون څخه زيات غيرقانوني افغان کډوال وشړل شول.
له دې ډلې ۴۰سلنه يې پخپله خوښه او په داوطلبانه توګه له ايران نه وتلي او بېرته افغانستان ته تللي دي.
نادر يار احمدي وايي، د هغو غيرقانوني کسانو د شړلو په برخه کې چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي، په پوره احتياط اقدامات کېږي.
هغه د ایران اېسنا خبري اژانس ته وويل، ډېری بهرني وګړي چې اسناد نه لري، نه يوازې قانون ماتوونکي نه دي، بلکې په هېواد کې کار کوي، خو دا چې غيرقانوني بلل کېږي، نو اړ دي چې بېرته خپل هېواد ته ولاړ شي.
د ایران د کورنيو چارو وزارت د اتباعو او کډوالو چارو ریيس په وینا، افغان کډوال د لويو کورنيو او د ټرانسپورت، سون او نورو مرستو له امله چې د ايران دولت یې ورکوي، د ايران پر اقتصاد دروند بار دي.
هغه وايي، دا په داسې حال کې ده چې له نړۍوالو بنسټونو څخه کومه مرسته نه ترلاسه کېږي او د ايران غوښتنه دا ده، چې غيرقانوني افغان وګړي بېرته خپل هېواد ته ولاړ شي.
يار احمدي زياته کړې، ځینې بهرني وګړي چې د جرمي ډلو غړي دي، له قانوني چلند سره مخ کېږي.
نوموړي وویل« دا کسان مجرمان دي او د هېواد قوانين پر ټولو اتباعو (ايراني او بهرني) يو ډول تطبیقېږي. نو که جرم وکړي، پوليس به ورسره د قانون له مخې چلند کوي».
نوموړي همداراز وويل، چې د ایران قضايي سيستم هغو بهرنيو اتباعو ته چې په بند کې دي، خو شديد جرمونه نه لري، ځينې اسانتياوې برابرې کړي دي.
د ايران او افغانستان تر منځ د همکارۍ په چوکاټ کې بندیان بېرته افغانستان ته سپارل کېږي او هلته به د خپلې سزا پاتې موده تېروي.