حماس پر اسراییلي ښارونو توغندیز بریدونه کړي دي
په غزه کې حماس وسلهوالې ډلې ویلي، چې د اسراییلي پوځ د بريدونو په ځواب کې یې د دغه هېواد سوېلي ښارونه په توغندیو وېشتي دي.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې؛ د اسراییل پوځ ویلي چې حماس ډلې شاوخوا لس توغندي توغولي دي؛ خو دوی په بریالیتوب سره شنډ کړي دي.
پر همدې مهال اسراییلي رسنیو په سوېلي ښار عسقلون د مخامخ برید خبر هم ورکړی دی.
د اسراییل د بېړنیو چوپړتیاوو ادارې ویلي، چې دوی د ټپي شویو درملنه کوي او کاري ټیمونه یې هغو سیمو ته په لار دي چې توغندي پرې لګېدلي دي.
د دغې ادارې لهخوا په خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري، چې د موټرو ښیښې ماتې شوې دي او په ښار کې ګډوډي روانه ده.
حماس وسلهواله ډله په داسې حال کې پر اسرییل توغندیز برید کوي، چې پرون په غزه کې سیمهییزو روغتیایي چارواکو اعلان وکړ چې د اسراییل په برید کې ۳۹ تنه وژل شوي دي.
له دغه توغندیز برید وروسته د اسراییل پوځ پر اېکس پاڼه د غزې تړانګې د مرکزي ښار دېرالبلاح اوسېدونکو ته د سیمې د پرېښودو امر کړی دی.
د اسراییل پوځ د خبرداري په اعلامیه کې راغلي:« دا تاسو لپاره له برید وړاندې وروستی خبرداری دی.»
ویل کېږي، چې د اسراییل لومړی وزیر نتنیاهو د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره د لیدنې لپاره د واشنګټن په سفر دی او د دغه هېواد د دفاع وزیر لهخوا ورته د توغندیز برید په اړه خبر ورکړل شوی دی.
د لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې بنیامین نتنیاهو د حماس ډلې په وړاندې د اسراییل د سختو عملیاتو په تایید سره د پرېکنده ځواب امر کړی دی.
اسراییل د مارچ په ۱۹مه وویل، چې د دوی ځواکونو د غزې په مرکزي او سوېلي سیمو کې ځمکني عملیات بیا پیل کړل. دواړو لورو یو بل د اوربند په خبرو کې په خنډ اچولو تورن کړي دي.
فلسطيني چارواکي وايي، د جګړې له پيل راهيسې پر غزې د اسراييل په بريدونو کې تر پنځوس زرو زيات فلسطينيان وژل شوي دي.