د بښنې نړیوال سازمان بیا له پاکستان وغوښتل چې د افغان کډوالو له اېستلو سملاسي تېر شي

د بښنې نړیوال سازمان بیا د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د افغان کډوالو د اېستلو له پرېکړې سملاسي تېر شي او د نړیوالو انساني حقونو له قانون سره سم اصلاحي ګامونه پورته کړي.

دغه سازمان وايي، پاکستان د بې قانونه بهرنیانو په نوم د اته لکو ډېرو افغانانو اېستلو دویم پړاو پیل کړی، چې افغانستان ته په ستنېدو له خطر سره مخ کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان خپل اېکس کې زیاتوي چې دا اته لکه افغانان له جنسې ځورونې، له قضا پرته اعدامونو، خپلسرې نیونې او شکنجې په څېر له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې د جمعې په ورځ ویلي، پاکستان افغانان په غیري قانوني ډول باسي.

دغه سازمان په هغه ورځ، له پاکستان په زور د افغانانو د بې قانونه اېستلو په ضد د “ضرب الاجل بېرته راګرځول” په نوم کمپاین پیل کړ.

دغه سازمان د“زموږ سره د انسانانو په څیر چلند وکړئ” په نوم کمپاین کې د هغو افغانانو کیسي وړاندې کوي، چې له پاکستانه په اېستلو سره یې ژوند په خطر کې لویږي.

د پاکستان حکومت د بښنې نړیوال سازمان په څېر د نړیوالو بنسټونو له غوښتنو سره بیا هم د اپرېل له اولې د افغان کډوالو د ستنولو بهیر پیل کړی دی.

پاکستاني چارواکي وايي، له دغې نېټې تر نن تر شلو زرو ډېر کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته اوښتي دي.

له دې سره ویډیوګانې له کډوالو سره د پولیسو ناسم چلن او له دوی د ځینې توکو د ستنولو کیسې هم ډاګیزو.