پاکستان زرګونه افغانان په جبري توګه د تورخم او سپین بولدک له لارو شړلي دي

ملګرو ملتونو او طالب چارواکو ویلي، چې پر افغان کډوالو د پاکستان دومداره فشار په دې وروستیو ورځو کې زرګونه افغانان اړ کړي چې په ډیورنډ کرښه افغانستان ته واوړي.

پاکستان تېره میاشت شاوخوا اته لکه افغانانو ته چې (ACC) کارتونه لري، خبرداری ورکړی چې دغه هېواد پرېږدي، کنه په جبري توګه به وشړل شي.

اوسمهال دوه تجارتي لویې لارې تورخم او سپین بولدک د جبري بېرته ستنو شویو افغانانو شاهدې دي، چې افغانستان د اوښتو لپاره په کتارونو کې ولاړ دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال سازمان (IOM) د دوشنبې په ورځ د ټولنیزو رسنیو په پلیټ فارم اېکس کې لیکلي: "په تېرو دوو ورځو کې، ۸۰۲۵ بې اسناده او د ACC اسناد لرونکي افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي."

ای او اېم د جبري ستنو شویو افغانانو لپاره د چمتوالي یادونه کړې.

طالب چارواکو هم ویلي، چې زرګونه کسان له پولې اوښتي، خو د IOM د راپور په پرتله کم ښودل شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ای اېف پي ته وویل، چې د اپرېل د میاشتې له پیل راهیسې له ۶۰۰۰څخه تر ۷۰۰۰ پورې افغانان راستانه شوي دي او ویلي یې دي، چې «شاید یو مېلیون نور افغانان بېرته راستانه شي.»

هغه وويل: "موږ پر پاکستاني چارواکو غږ کوو، چې افغانان په زوره و نه باسي، د دواړو هېوادونو تر منځ بايد يو مناسب ميکانيزم وي او بايد په عزت سره بېرته راستانه شي."

د پرله پسې شخړو څخه تېښته

ملګري ملتونه وايي، نږدې درې مېلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي، چې ډېری یې په خپل هېواد کې له پرله پسې جګړو او په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې د طالبانو له واک ته د رسېدو وروسته دغه هېواد ته کډوال شوي دي.

۳۸ کلن عبدالرحمان د پاکستان په سوېل لوېدیځ کې له کویټې څخه د سپین بولدک له لارې له تېرېدو وروسته ای اېف پي ته وویل: "موږ بېرته ستنېدو ته اړ شوو. دوه ورځې وړاندې، کله چې دوی د کورونو پلټنه کوله زه ودرول شوم او د اسنادو غوښتنه یې وکړه."

هغه وویل: "هغوی ماته یو ساعت هم نه دی راکړی (د وتلو)، ما یوه غالۍ او خپل ټلیفون وپلورل چې دلته راشم، موږ خپل ټول شیان پرېښي دي."

د پاکستان حکومت ددې ترڅنګ له ۱.۳ مېلیون څخه زیاتو افغانانو ته چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR له خوا د راجسټریشن کارتونه لري هم ویل شوي چې له پلازمېنې اسلام اباد او ګاونډي ښار راولپنډۍ څخه ووځي.

د بشري حقونو د څار سازمان د هغو "ناوړه تکتیکونو" په اړه چې پر افغانانو د فشار راوړلو لپاره کارول کېږي او جبري خپل هېواد ته ستانه کړل کېږي، په سختو ټکو غندلی دی.

دغې ادارې ویلي، چې د پاکستان دا کړنه به افغانان له سختو شرایطو سره مخ کړي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې دي.

اسلام اباد د کابل واکمنان په خپله خاوره کې د پاکستان وسله والو ته په خوندي ځایونو ورکولو تورن کړي، خو دا تورونه د طالبانو حکومت رد کړي.