ظاهر اغبر: امریکا ته زما د سفر بلنه تر ډېپلوماتیک اقدام لوړه ده

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې غړي ټېم بورچېټ له‌خوا دغه هېواد ته د رسمي سفر د بلنې په ځواب کې د مننې ترڅنک ویلي، چې دا بلنه تر ډېپلوماټیک اقدام لوړ ده او ستاینه یې کوي.

نوموړي دغه لیک د دوشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې خپور کړی او دا یې د افغانانو د وضعیت د ښه درک او د دغه هېواد د راتلونکي لپاره د انساني ژمنې څرګندونه بللې ده.

په دغه لیک راغلي، چې په افغانستان کې د بنسټیزو ازادیوځپلو او د ټولنیزې او فکري فضا محدودولو، دغه هېواد د نړۍوالې ټولنې لپاره د انساني ارزښتونو پر وړاندې پر یوې جدي ازموینې بدل شوی دی.

هغه د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د جمهوري نظام پرځېدو او د طالبانو واکمنېدو ته په اشارې ټینګار کړی، چې دغه تحول نه یوازې د هېواد پر سیاسي جوړښت اغېزه کړې، بلکې د خلکو د یوې لویې برخې، په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانانو هیلې یې هم زیانمنې کړې دي.

اغبر د افغانستان د اوسني کړکېچ ته د حل موندلو لپاره له سیاسي څېرو او ملي څېرو سره روانو مشورو ته اشاره کړې او اعلان یې کړی، چې د بورچېټ د بلنې موضوع به په مناسب وخت کې و ارزول شي.

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر دا څرګندونې وروسته تر هغې، چې تېره چهارشنبه د امریکا د استازو جرګې غړي ټېم بورچېټ هغه ته د امریکا لپاره د رسمي سفر بلنه ورکړې وه.