د موبي ګروپ لسګونه کارکوونکو له دندو ګوښه کېدو سره "طلوع نیوز ډیری خپرونې بندې کړې"

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د موبي رسنیز ګروپ چې طلوع ټلوېزون یې یوه برخه ده، لسګونه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي. یوې سرچینې وویل، د موبي میډیا ګروپ نن ۲۵ تنه له طلوع نیوز او ۲۵ نور د ادارې له نورو برخو ګوښه کړي، چې ور سره «د طلوع نیوز ډېری خپرونې هم بندې شوې.»

د سرچينو د معلوماتو له مخې، طلوع نيوز د خپلو خپرونو شمېر هم په بې ساري ډول کم کړى او له دې وروسته به يوازې د ماښامنۍ خبري خپرونې او د "تودي خبرې" خپرونه خپروي.

سرچینې وویل چې موبي میډیا ګروپ د "بودجې کمولو او اقتصادي او سیاسي فشارونو" له امله د کارمندانو د ګوښه کولو او د نشراتو مهالویش کمولو پریکړه کړې.

موبي یوه رسنیزه ډله ده، چې طلوع تلویزیون، لمر تلویزیون، طلوع نیوز، فارسي ۱ تلویزیون، ارمان راډیو، د باربورد میوزیک سټوډیو، کبورا پروډکشن او ارکوزیا راډیو یې نشراتي ادارې دي.

د طلوع، طلوع نیوز او لمر په ګډون د موبي ګروپ ډیری اړوند شبکو په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې خپلو خپرونو ته دوام ورکړ.

په همدې حال کې، دا شبکه د افغانستان د نورو کورنیو رسنیو په څېر، د طالبانو د حکومت لخوا په پراخه کچه سانسور شوې او د دې ډلې تر څارنې لاندې فعالیت کوي.

د رسنیو په چلند کې بدلون د طلوع ټلویزیون اعتبار او د اورېدونکو کچه ډېره اغېزمنه کړې ده.

طالبان د افغانستان پر کورنیو رسنیو قوي کنټرول لري او د دغو بنسټونو فعالیت او ازادي یې سخته محدوده کړې ده.

ځینو سرچینو د بودیجې کمښت او د موبي ګروپ د کارمنانو وروسته ګوښه کول د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو له کمولو سره تړلي وبلل.

موبي میډیا ګروپ د خپل تاسیس راهیسې د امریکا متحده ایالاتو پراخ مالي ملاتړ ترلاسه کړی او اوس د متحده ایالاتو لخوا د بهرنیو مرستو په بندیدو سره د دې سازمان مالي ملاتړ هم اغیزمن شوی.

د افغانستان انټرنیشنل د دې خبر په اړه د غبرګون د ترلاسه کولو لپاره د موبي ګروپ له څښتن سعد محسني سره اړیکه ونیوله، خو ښاغلي محسني تر اوسه زموږ پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.