اسراییل د ایران د احتمالي برید پر وړاندې د دفاع لپاره له چمتووالي خبر ورکړ

د اسراییل ۱۴ ټلویزوني کانال د یوه جګپوړي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې اسراییل د ایران اسلامي جمهوریت له‌خوا د احتمالي برید پر وړاندې د دفاع لپاره چمتو دی.

د ایران د احتمالي برید پر وړاندې د اسراییل د چمتووالي خبر وروسته له هغه خپور شو، چې دغه هېواد ته د امریکا متحده ایالاتو له‌خوا د هوایي دفاع لپاره یو عصري سیستم ورکړل شو.

اسراییلي سرچینې ویلي:« دغه تجهیزات چې موږ ته رارسېدلي له امریکایانو سره زموږ د ګډو عملیاتو یوه برخه ده.»

هغه زیاته کړه:« ایران ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا یوه میاشت وخت ورکړل شوی، چې باید خپل ټول انتخابونه د خبرو اترو پر مېز وړاندې کړي.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې تېره وځ د اسراییل لومړي وزیر دفتر په یوه خپره کړې اعلامیه کې وویل چې بنیامین نتنیاهو به د دوشنبې په ورځ واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه سره وګوري.

اکسوس وېبپاڼې د اسراییلي سرچینو په حواله ویلي، نتنیاهو په دې نظر دی چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د امریکا او اسراییل ترمنځ د یوې هوکړې احتمال لږ دی. له همدې کبله به د خبرو اصلي موضوع د ایران پر اټومي تاسیساتو د پوځي برید په اړه وي.

په تېرو څو اوونیو کې ټرمپ او نورو امریکايي سیاست‌والو په وار، وار ویلي، چې اسلامي جمهوریت یوازې دوه انتخابه لري؛ یا به مذاکرات مني او د اټومي پروګرام په اړه به هوکړه وکړي او یا پوځي برید.

د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، ایران د مستقیمو خبرو اترو مسله منلې ده؛ خو د ټرمپ لیک ته د ایران رسمي ځواب لاهم له امریکا سره غیر مستقیم مذاکرات دي.