په غزه کې د خبریالانو پر خېمه د اسراییل په برید کې یو خبریال وژل شوی او ۷ تنه نور ټپیان دي
الجزیرې راپور ورکړی، چې د خان یونس په ناصر روغتون کې د خبریالانو پر خېمه د اسراییل په برید کې یو خبریال او یو بل فلسطینی ځوان وژل شوی دی. په دغه برید کې لږ تر لږه اوه خبریالان ټپیان شوي هم دي.
د فلسطیني خبریالانو ټولنې په خان یونس کې ناصر طبي کمپلېکس ته څېرمه د خبریالانو پر خېمه د اسراییل برید غندلی دی.
د فلسطین د خبریالانو ټولنې د خبریالانو په نښه کول جرم او له ټولو نړۍوالو قوانینو او کنوانسیونونه سرغړونه وبلله.
په دغه برید کې د احمد منصور په نوم یو خبریال سخت ټپي او سوځېدلی دی.
د راپور له مخې، د ټپي شوي یو بل خبریال حالت هم په نازک ښودل شوی دی.
یوه تازه څېړنه ښيي، چې د غزې جګړه د خبریالانو لپاره په تاریخ کې تر ټولو مرګونې او خونړۍ جګړه وه.
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې د غزې په جګړو کې له ۱۴۷ تر ۲۳۲ پورې خبریالان وژل شوي دي.
په براون پوهنتون پورې اړوند (د جګړو د لګښتونو) د نوې پروژې د راپور پر بنسټ چې بوستون ګلوب ورځپاڼې خپور کړی، ښيي چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې د غزې په جګړو کې له ۱۴۷ تر ۲۳۲ پورې خبریالان وژل شوي دي.