پاکستان له پېښوره تر تورخمه نوې لویه لار جوړوي
د پاکستان د لویو لارو د چارو ادارې له پېښور څخه تر تورخمه د نوې لویې لارې د جوړولو کار پیل کړی دی. دغه لویه لار به ۴۸کیلومتره اوږدوالی او د تګ راتګ څلور کرښې ولري.
د دغې لويې لارې د جوړولو موخه د پښتونخوا ایالت سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ ته د اسانتياوو برابرول دي.
د پاکستان د اقتصادي چارو ادارې د وېبپاڼې د راپور له مخې، د خیبر پاس د لویې لارې د جوړولو موخه له پېښور څخه تر تورخمه پورې د ۴۸کیلومترو په اوږدوالي څلور کرښو لرونکې لارې جوړول دي؛ ترڅو د پښتونخوا او د شاوخوا سیمو د اقتصادي ودې او پرمختګ لامل شي.
ویل کېږي، چې دغه پروژه په لومړي سر کې په ۲۰۱۷کال کې پیل شوې وه؛ خو د بېلابېلو لاملونه له امله یې چارې په ټپه درېدلې وې؛ خو اوس د دغې پروژې د داوطلبۍ په بهیر کې د سړک جوړولو لسو شرکتونو ګډون کړی و، چې یو یې غوره شوی دی.
د دغې پروژې لګښت ۳۸۵مېلیونه ډالر اټکل شوی، چې په کې د ۲۲پلونو او سړکونو، ۱۳۹پلچکونو او دوو لویو مقطعو جوړول شامل دي.
پاکستان او افغانستان د خیبر له لارې منځنۍ اسیا سره نښلول شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، دغه پروژه د منځنۍ اسیا د سیمهییزو اقتصادي همکاریو یوه برخه ده چې د پاکستان، افغانستان، تاجکستان، ازبکستان او عربي سمندر ترمنځ لنډه لار برابروي.
دغه لار له پېړیو راهیسې د سوېلي اسیا او مرکزي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ مهمه برخه وه.
د پېښور او تورخم تر منځ په اوسنۍ لویه لار هره ورځ شاوخوا لس زره موټرې تګ راتګ کوي؛ خو ګڼه ګوڼه او سختو لارو د موټرو تګ راتګ ستونزمن کړی دی.
د پاکستان د لویو لارو د ادارې د سروې له مخې؛ د تورخم – پېښور اوسنۍ لار د زیاتو موټرو د تګ راتګ لپاره مناسبه نه ده.
دغه اداره وايي، د سوداګرۍ د حجم له ډېرېدو سره به د ورځې له ۱۰زرو څخه تر ۳۰زرو پورې د موټرو تګ راتګ کچه هم لوړه شي.