ټرمپ: متحده ایالات له ایران سره مستقیمې خبرې کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره له کتنې وروسته اعلان وکړ، چې متحده ایالات له ایران سره مستقیمې خبرې کوي.

د امریکا ولسمشر وویل: "له ایران سره زموږ خبرې اترې په لوړه کچه ترسره کېږي. موږ مستقیم له هغوی سره خبرې کوو. موږ به د شنبې په ورځ له ایران سره په لوړه کچه خبرې وکړو."

هغه زیاته کړه: "موږ به یوه مهمه غونډه ولرو او وبه ګورو چې څه پېښېږي. زه فکر کوم چې هرڅوک به موافق وي چې یو تړون د زیاتو انتخابونو څخه غوره دی."

ډونالډ ټرمپ ټينګار وکړ، چې ښایي له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

ټرمپ چې په سپینه ماڼۍ کې د نتنیاهو تر څنګ ناست و، خبریالانو ته وویل چې له ایران سره موافقه له هغو اقداماتو غوره ده چې "زه غواړم په کې ښکېل شم، یا اسراییل په کې ښکېل شي".

هغه زیاته کړه: "زه هیله لرم چې دا خبرې به بریالۍ وي، او زه فکر کوم که بریالۍ شي، دا به د ایران په ګټه وي."

ټرمپ وویل، چې هغه د نتنیاهو سره د ایران او سوداګرۍ مسلو په اړه "ښې خبرې" کړي دي.

د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره له کتنې وروسته نتنیاهو وویل: "موږ له ټرمپ سره د سوریې پر وضعیت او د ترکیې په اړه مو خبرې وکړې."

هغه زیاته کړه: "موږ په دې خبرې وکړې چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي، خو که ترلاسه یې کړي او ډېپلوماټیکې لارې حل لاره نه وي نو هغه څه به ترسره شي کوم چې په لیبیا کې ترسره شوي وو."