طالبان: له پاکستان سره د ګډ میکانیزم له لارې د افغان کډوالو تدریجي راستنېدل غواړو
طالب چارواکو د یکشنبې په ورځ پر پاکستان غږ کړی، چې د کډوالو د تدریجي راستنولو لپاره یو ګډ میکانیزم چمتو کړي. د دوی په خبره، د کډوالو جبري ستنول د هېڅ هېواد په ګټه نه دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مارچ په ۷مه ویلي وو: "ټول غیرقانوني بهرنیان او د ACC کارت لورونکو ته سپارښتنه کېږي، چې د مارچ له ۳۱مې مخکې په خپله خوښه له پاکستان څخه ووځي او که په خپله خوښه ولاړ نه شئ نو د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه به په جبري و اېستل شئ."
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، د کډوالو راستنول د افغانستان رسمي پالیسي ده، خو دا باید له پاکستان سره د یوه ګډ میکانیزم له مخې وي، تر څو کډوال په تدریجي او په «عزت» سره راستانه شي.
حقاني حریت راډیو ته وویل: "که پاکستان په یو اړخیزه توګه کډوال راستانه کړي، موږ د هغوی منلو ته بشپړ چمتو یو."
هغه زیاته کړه: "موږ له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه ناستې کړي او لا هم ورسره په تماس کې یو. زموږ غوښتنه دا ده چې دوی (افغان کډوال) باید په زوره ونه باسي، ځکه چې اخراج نه یوازې د نړۍوالو قوانینو خلاف دی، بلکې د اسلامي ارزښتونو خلاف او د ښه ګاونډیتوب د اصولو خلاف عمل دی."
نوموړي زیاته کړه، چې پاکستان غواړي افغانان د زور له لارې بېرته ستانه کړي او ایران غواړي چې له افغانستان سره د تفاهم له لارې یو ګډ میکانیزم جوړ کړي.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صديق الله قريشي د باختر اژانس ته چې اوس د طالبانو تر چتر لاندې فعالیت کوي، وويل چې د جمعې په ورځ د تورخم له لارې ټولټال ٣٢٥ تنه کډوال رارسېدلي.
د خیبر په ولسوالۍ کې چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د لنډي کوتل په کمپ او تورخم کې د ټولټال ۸۵۰ افغانانو دوسیې د بېرته ستنېدو لپاره پروسس شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې په ورځ بیا ټولټال ۷۷۷ افغانان د تورخم له لارې اېستل شوي دي.
د خیبر په ولسوالۍ کې یوه جګپوړي چارواکي پاکستانۍ رسنۍ ډان ته ویلي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې ۱۱۲۷۲ افغانان بېرته راستانه شوي دي.
پاکستاني چارواکو د افغان طالبانو د مشرانو غوښتنې نه دي منلي او د نوامبر له لومړۍ نیټې یې د یوه پخواني اعلان له مخې د افغان کډوالو جبري بېرته ستنولو لړۍ پیل کړې ده.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د پاکستان استازې فلیپا کینډلر په وینا، پاکستان د ۱.۵۲ میلیون راجستر شويو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو کوربه توب کوي.
د اټکل مخې، اته لکه افغانان د ACC کارتونه لري او نور په دې هېواد کې پرته له رسمي پېژندګلوۍ ژوند کوي.