د ایران د بشري حقونو سازمان: تېره میاشت په ایران کې د ۳ افغانانو په ګډون ۵۹ تنه اعدام شوي

په جنیوا کې مېشت د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې په ایران کې د ۳ افغانانو په ګډون ۵۹ تنه اعدام شوي دي. دغه سازمان زیاتوي، چې د روان کال لومړۍ ربع کې د تېر کال پرتله اعدامونه دوه چنده زیات شوي دي.

دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ایران کې د اعدامونه د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۲۳۰ تنه چې ۲۲۲ یې نارینه او ۸ یې ښځینه دي د قتل او نشه‌یي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي دي

د ایران د بشري حقونو سازمان مشر محمود امیري مقدم په راتلونکو اونیو کې د اعدامونو د لازیاتوالي خبرداری ورکړی دی.

نوموړی وایي:« د ايران اسلامي جمهوريت ښايي له امريکا سره له روانو شخړو څخه په ګټې اخيستنې د اعدامونو په تېره بيا د سياسي بنديانو د اعدامولو لړۍ چټکه کړي.»

څه موده وړاندې هم یاد سازمان په یوه اعلامیه کې د روان کال په مارچ میاشت کې د درېیو اعدام شویو افغان وګړو له ډلې د ورستي اعدام شوي کس په اړه خبر ورکړ.

دغه سازمان د اعدام شوي کس د هویت په اړه وایي، دغه کس ذکي ذاکري نومېږي او ۲۸ کاله عمر لري چې د افغانستان د ننګرهار ولایت اوسېدونکی و او دوه کاله وړاندې د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیول شوی وو.

راپورونه زیاتوي، چې ایراني چارواکي د افغان وګړو د اعدامونو رسمي اعلان نه کوي او ډېری افغان بندیان په یاد هېواد کې نه د کورنۍ غړي لري او نه هم قانوني وکیلان؛ څو د دوی قضیې مخ ته یوسي.

سازمان ټینګار کړی، چې د اعدام شویو رېښتینې شمېرې ښايي له ثبت شویو هغو هم لوړې وي.