طالبانو په کندهار کې تر ۷۷ زره جریبه زیاته ځمکه دولتي ثابته کړې

په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی په دې وروستیو کې ۷۷ زره او ۶۳۱ جریبه ځمکه د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې تر ارزونې وروسته دولتي ثابته کړې ده.

د طالبانو د کندهار ولایت مقام رسنیز دفتر زیاته کړې، چې دغه ځمکې د دغې ډلې د زراعت ریاست او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون تر ارزونې وروسته د دوی ملکیت بلل شوې دي.

طالبانو د عدلیې وزارت تر چتر لاندې یو کمېسیون جوړ کړی، چې موخه یې له «غاصبینو او زورواکو» څخه د دولتي ځمکو بېرته راګرځول دي.

خو د دغې ډلې له‌خوا دغه ځمکې د دولت په نوم ثبتېږي او وېره شته، چې طالبان په زوره له خلکو پر دې نوم ځمکي نېسي.

په هېواد کې داسې خپلواکه اداره نشته، چې د هغو خلکو شکایتونه وڅېړي چې طالبانو یې شخصي ځمکې د « دولتي» ځمکو په نوم ترې په زوره نیولې دي.

طالبان ادعا کوي، چې دوی تر دې دمه په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې ګڼې ځمکې د غصب شوو املاکو په توګه ثبت کړې او بېرته یې د دولت ملکیت ګرځولې دي.