د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډله له سیالې نیپالي لوبډلې سره دویمه یو ورځینۍ سیالي کوي

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډله به نن یکشنبه د نیپال د ۱۹ کلنو ملي کرېکټ لوبډلې پر وړاندې د روانې لوبلړۍ دویمه سیالي ترسره کړي.

دا سیالي به د افغانستان پر وخت د سهار په ۸:۱۵ دقیقې پیل شي.

تر دې وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنې کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د کوربه هېواد نیپال لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه او په روانه لوبلړۍ کې یې ۱-۰ مخکېوالی ترلاسه کړی وو.

د افغان لوبډلې په ګټه په توپ اچونه کې زیت الله شاهین، محبوب خان او واحدالله ځدراڼ ۲-۲، عبدالعزیز خان، نظیف الله امیري او نصرت الله نورستاني یوه-یوه ویکټه ترلاسه کړه.

په توپ وهنه کې بیا فیصل خان شینوزاده په زړه پورې توپوهنه وکړه.

نوموړي په ۸۸ توپونو کې د ۴ شپږیزو او ۹ څلوریزو پرمټ ۹۷ منډې جوړې کړې

کرېکټ بورډ په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي، چې افغان ۱۹ کلنې کرېکټ ملي لوبډلې د سیالې نیپال لوبډلې پر وړاندې د نننۍسیالۍ لپاره پوره چمتوالی لري.

همدا ډول افغان ابدالیان لوبډله به هم د ایرلنډ الف لوبډلې پر وړاندې د راتلونکې څلور ورځینۍ لوبې لپاره د بشپړ چمتووالي په موخه خپل تمرینات ترسره کړي.

افغان ابدالیان لوبډله به د راتلونکې دوشنبې په ورځ په یوازېنۍ څلور ورځینۍ لوبه کې د ایرلنډ خلاف سیالي ترسره کړي.