طالبان: د ټاپي پروژې دولس کیلومټره نل لیکه غځول شوې ده

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري او په کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف په هرات کې د ټاپي پروژې څخه لیدنه کړې. یاد وزارت ویلي، چې د دغه پروژې په لړ کې دولس کیلومټره نل لیکه غځول شوې ده.

طالبانو او د ترکمنستان سفیر په سیمه کې د ټاپي پروژې د کارونو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

په همدې تړاو خبرپاڼه کې راغلي، چې د دولس کیلومټره نل لیکې غځېدو سربېره نږدې ۲۰ کیلومټره نوره سیمه هم د نل لیکې د غځېدو لپاره هواره شوې ده.

ټاپی د ګازو د لېږد په برخه کې د افغانستان لپاره د لویو زېربنایي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې موخه یې د سیمې د انرژۍ د اړتیاوو پوره کول دي.

دغه نل لیکه له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او بیا هند ته غځول کېږي.

دغه پروژه د دغو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو او سوداګریزو اړیکو لپاره مهمه بلل کېږي.

ټاپي د‌ پخواني جمهوري نظام پر مهال پیل شوې وه؛ خو اوس پرې طالبان وخت ناوخت تبلیغاتي شخوند هم وهي.

دغه پروژه کې پخوا د طالبانو د وسله‌والو فعالیتونو له کبله خنډونه او ځنډ هم رامنځته شوی و.