پاکستان په یوه اونۍ کې ۶۷۰۰ افغان کډوال شړلي دي
پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو مودې له پای ته رسېدو راپه دې خوا د ۶ زره ۷۰۰ افغانانو په ګډون ۹ سوه ۴۴ کورنۍ افغانستان ته راشړلې دي. په دې کډوالو کې ۱۷۵۵مېرمنې او له دوو زرو زیات ماشومان شامل دي.
پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون نن د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د روان کال د وري له ۱۲مې تر ۱۷مې نېټې پورې ۲ زره ۸۷۴ نارینه، یو زرو ۷۵۵ ښځې او دوه زره ۷۱۱ ماشومان افغانستان ته لېږل شوي دي.
رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې دوی لومړی د لنډي کوتل کمپ ته لېږدول شوي او بیا د تورخم له لارې افغانستان ته لېږل شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، له ۱۴۰۲ کال راهیسې تر ۷۰ زره ډېرې افغان کورنۍ افغانستان ته استول شوې دي.
په راولپنډۍ کې د بې اسنادو افغان کډوالو د پېژندلو او نیولو لپاره د پولیسو عملیات دوام لري.
ایکسپریس ټریبیون راپور ورکړ چې د پاکستان حکومت د افغان تابعیت کارت لرونکو د بېرته لېږلو لپاره د ټاکل شوي وخت له پای ته رسیدو وروسته په ډیری سوداګریزو سیمو کې د افغانانو دوکانونه تړلي دي.
بل خوا د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې، په ننګرهار کې د طالبانو مرستیال والي عزيزالله مصطفی د ملګرو ملتونو ادارو، کورنيو او بهرنيو مرستندويه بنسټونو او ولايتي سکتوري ادارو له استازو سره بېړنۍ ناسته کړې ده.
عزیرالله مصطفی په دې ناسته کې ویلي چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو په اړه به د طالبانو له لوري دا موضوع له ډېپلوماتیکو لارو تعقیب شي خو نوموړي له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې خپل موثر رول ولوبوي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې دوی د افغان کډوالو منلو او ځای پرځای کولو ته چمتو دي.