تېره ورځ تر ۲زره ډېر کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي
په خیبرپښتونخوا کې د کډوالو چارو سرچینو ویلي، چې تېره ورځ د تورخم له لارې له پاکستانه ۲۲۱۷ بې اسناده افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي. د سرچینو په وینا، دغه ستانه کړای شوي افغان کډوال د پاکستان له بېلابېلو ښارونو څخه راوړل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې همدا تېره ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبریالانو ته په استول شویو معلومات کې ویلي و، چې د پنجاب له ګڼو سیمو څخه نیول شوي ۱۲۶۰ افغان کډوال به د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي.
سرچینه زیاتوي، د روانې (اپرېل میاشتې له لومړۍ نیټې) راهیسې ۹۴۴ کورنۍ چې ټولټال ۶۷۰۰ کسان کېږي؛ له پاکستانه په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د شمېرو له مخې، په دغه ۹۴۴ کورنیو کې ۲۸۷۴ نارینه، ۱۷۵۵ ښځې او ۲۰۷۱ ماشومان شامل دي.
په خیبر کې د کډوالو چارو دغه سرچینې وايي، چې د ۲۰۲۳ کال (د سپتمبر له ۱۷مې) راهیسې د ۲۰۲۵ کال (د مارچ تر ۳۱مې) پورې ۷۰۴۹۴ افغان کورنۍ چې ټولټال ۴۶۹۱۵۹ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.
د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې مېشت بې اسناده افغان کډوال او د ای سي سي کارت لرونکي چې شمېر یې تر اته سوه زرو رسېږي؛ له خپل هېواده وباسي.
د بشري حقونو ځینو نړۍوالو سازمانونو هم د پاکستان له لوري د افغان کډوالو ځورول او اېستل غندلي دي.
له دې ډلې د بښنې نړۍوال سازمان په پاکستان غږ کړی، چې په جبري توګه دې د افغان کډوالو له اېستلو ډډه وکړي؛ ځکه چې دغه چاره د ټولو نړۍوالو بشري قوانینو خلاف ده.