نتنیاهو امر کړی چې د اسراییل پر سوېلي سیمو د حماس برید ته په «قوت» ځواب ورکړي
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر خبر ورکړ چې د غزې له تړانګې څخه د اشدود او اشکلون پر ښارونو د لسو راکټونو له توغولو وروسته بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته د الوتنې پر مهال د دفاع وزیر یسرایل کاټز ته د ټلیفون له لارې امر کړی، چې دې بریدونو ته "سخت" ځواب ورکړي.
په دغه ټلیفوني خبرو کې نتنیاهو په غزه کې د حماس پرضد د پراخو پوځي عملیاتو په دوام ټینګار وکړ.
تر دې مخکې د حماس پوځي څانګې عزالدین القسام اعلان کړی و، چې د اسراییل په سوېل کې یې پر اشدود او اشکلون باندې راکټي بریدونه کړي دي.
له دغه برید وروسته د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې له لسو توغول شویو راکټونو څخه پنځه یې شنډ کړای شول او یو راکټ یې په اشکلون ولګېد، چې له امله یې یو کس ژوبل شوی دی.
الجزیرې راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي دي.
له هغه وخته چې اسراییل (د مارچ په ۱۸مه) د اوربند تړون مات کړ؛ د دغه هېواد په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳۰۹ کسان وژل شوي او ۳۱۸۴ نور ټپیان شوي دي.
د روغتیایي ادارو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې په فلسطین کې د وژل شویو کسانو شمېره له ۵۰زرو اوښتې ده.
په تېرو ۱۲ ساعتونو کې تر ټولو ډېر بریدونه په خان یونس کې شوي دي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې لږ تر لږه ۱۹ فلسطینیان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په غزه کې د ملګرو ملتونو د مرستو او کار ادارې څو ورځې مخکې وویل، چې په غزه کې د جګړې له امله هره ورځ لږ تر لږه د ۱۰۰ ماشومانو د وژل کېدو یا ټپي کېدو راپورونه ترلاسه کوي.
دغه اداره وايي، جګړې په غزه کې د ځوانانو او ماشومانو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی دی.