عمر داوودزی: د هبت الله اخوندزاده د مصرف تاریخ پای ته رسېدلی دی
د افغانستان د وروستي جمهوري نظام لوړپوړي چارواکي محمدعمر داوودزي له افغانستان انټرنشنل سره په یوې تازه مرکې کې ویلي، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د مصرف تاریخ پای ته رسېدلی دی.
نوموړي د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۷مه) په دغه مرکه کې زیاته کړه، د طالبانو ترمنځ د هغو کسانو شمېر هم مخ پر زیاتېدو دی چې د رهبرۍ په کچه بدلونونه غواړي.
داوودزي دغه راز وویل: «د هبتالله له خوا هڅه شوې چې دوام وکړي، خو طالبان د هغه تر مشرتابه لاندې له بنبست سره مخ شوي دي.»
هغه زیاته کړه، چې که دغه څېرې بدلونونه او اصلاحات رامنځته کړای نه شي، نو «د طالبانو د امارت» عمر به پای ته ورسېږي.
د تېر حکومت یاد لوړپوړی چارواکی وایي: «که طالبان وغواړي خپل امارت وژغوري باید خپل مشر قرباني کړي او یوه بل کس ته فرصت ورکړي چې د طالبانو د تحریک مشري پر غاړه واخلي.»
د نوموړي په وینا، د طالبانو نوی مشر باید له نړۍ او د افغانستان له خلکو سره تعامل وکړي او نوې تګلاره غوره کړي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې همدا نن انبيسي نیوز راپور ورکړی، چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د نجونو د زدهکړو پر سر اختلافات ورځ تر بلې زیاتېږي.
درېیو جګپوړو طالب چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې افشا شي، انبيسي ته ویلي چې د طالبانو د کندهار او کابل ډلو ترمنځ ژور او زیاتېدونکي اختلافات موجود دي.
دغو چارواکو چې په کندهار ډلې پورې اړه لري، د نجونو د زدهکړو بندیز یوه «غلطه» او «ناسمه» پرېکړه بللې ده.
دوی ویلي، چې دا محدودیتونه دومره سخت او غیرمنطقي دي چې ان ځینو لوړپوړو غړو په وروستیو میاشتو کې د دې محدودیتونو د لغو کولو غوښتنه هم کړې ده.
شېر محمد عباس ستانکزی او سراج الدین حقاني د طالبانو هغه لوړپوړي چارواکي دي، چې په ښکاره توګه یې د هبت الله پر تګلارو نیوکې کولې او دواړه اوسمهال له صحنې څنډې ته شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له څه باندې دوو میاشتو راهیسې په دوبۍ کې دی او د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر هم نږدې همدومره وخت کېږي چې خپل دفتر ته نه دی تللی او لامل یې هم د اخوندزاده له پالیسۍ سره مخالفت ښودل کېږي.
له دې سره، د طالبانو مشر بیا د کندهار په عیدګاه جومات کې د خپلې اختریزې وینا پر مهال وویل، چې خلک دې د نوموړي اطاعت وکړي او د هغه ټول صادرېدونکي حکمونه دې ومني.
هغه دغه راز ویلي و، چې نړۍوال خلک هڅوي څو د ملا هبت الله اطاعت ونه کړي، خو د ده په خبره که اطاعت یې ونه شي، «خلک به په جنګ اخته شي.»