ضیاءالحق امرخېل: په پاکستان کې د افغانانو مالونه لوټ کیږي او بیا رالېږل کیږي

د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخېل په پاکستان کې د افغان کډوالو جبري اېستلو په غبرګون کې وايي، له پاکستان څخه د افغانانو د ایستلو اوسنی ساختار نهایت خواشینونکی دی. امرخېل وویل:« د افغانانو مالونه لوټ کیږي، له درده ډک توهین سره مخ کیږي او بیا افغانستان ته را لیږل کیږي.»

د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخېل پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دوی له پاکستان څخه د افغانانو له اېستلو سره مخالف نه دي، بلکې خپل وطن ته د افغان کډوالو راتګ د افغانستان د ثبات لپاره مهم ګام بولي.

امرخېل د پاکستان پر سیاسي ګوندونو او سیاسيونو غږ کړی، چې له پاکستان څخه د افغانانو د ایستلو پر مهال د دوی حیثت او عزت ساتلو کې مهم او بېړنی رول ولوبوي او په عزت یې خپل وطن ته را ولیږي.

پاکستان پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې مېشت ناقانونه کډوال او د ای سي سي کارت لرونکي چې شمېر یې تر اته سوه زره کسانو رسېږي، له خپل هېواده وباسي.

طالبانو له اسلام اباده غوښتي چې له افغان کډوالو سره په خپل چلند کې نرمښت راولي او په باعزته توګه یې خپل وطن ته په کراره کراره ستانه کړي.

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو هم د پاکستان له لوري د افغان کډوالو ځورول او ایستل غندلي دي.