د بګرام اډه؛ یو ستراتېژیک فرصت چې ښایي د طالبانو له لاسه ووځي
د امنیتي او سیاسي چارو شنونکی تمیم باحث وایي، د بګرام هوایي اډه د طالبانو لپاره یو ستراتېژیک فرصت دی؛ خو ښایي دغه فرصت د طالبانو له لاسه ووځي.
نوموړي پر اېکس پاڼه په خپرې شوې مقاله کې لیکلي، چې امریکا د ګڼو اسلامي هېوادونو او په ځانګړې توګه د سعودي عربستان او قطر په ګډون پوځي اډې لري.
هغه وایي، دا امریکایي پوځي اډې دا معنا نلري چې ګوندې دغه هېواد دې اشغال شوی وي.
هغه زیاته کړې، چې په ډېریو مواردو کې د متحده ایالاتو پوځي پرسونل په خپلو اډو کې محدود وي او د کوربه هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې واک نهلري. د دغو اډو شتهوالی تر ډېره د کوربه هېواد لپاره ګټور وي.
هغه د امریکا د پوځي اډو ارزښت په اړه لیکي، چې دا اډې کولای شي د مالي هڅونې وړاندیز، د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او په احتمالي توګه په کورني سیاست کې د متحده ایالاتو د ناغوښتل شوې لاسوهنې مخه ونیسي.
سربېره پر دې، دغه اډې کولای شي د دفاعي مېکانیزم په توګه عمل وکړي او د نورو هېوادونو لهخوا د تېري مخه ونیسي.
هغه زیاته کړې، دا یو ګټور انتخاب کېدای شي چې په بګرام کې د امریکا د حضور د ساتلو په بدل کې طالبانو ته سیاسي، امنیتي او مالي امتیازات ورکړل شي.
د امنیتي چارو دغه شنونکی کاږي، چې د بګرام په اړه د متحده ایالاتو سره د یوې معاملې هوکړه کېدای شي؛ خو دا به طالبانو ته په لوړ جیوپولیټیکي بیه تمامه شي.
طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې له سیمهییزو قدرتونو لکه چین، روسیې، ایران او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره په اړیکو جوړولو کار کړی دی.
تمیم باحث وایي، چې امریکایانو ته د بګرام هوایي اډې سپارل به د طالبانو له نږدې ګاونډیانو سره پاتې باور له منځه یوسي او دوی به نور هم منزوي کړي.
هغه د اروپایي ټولنې د هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو په اړه وایي، چې اروپایي هېوادونه د طالبانو د سیاستونو په تېره بیا د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په هکله د مخالفت په سر کی ځای لري. دوی د متحده ایالاتو برعکس؛ په خپل چلند کې بدلون نه دی راوستی او اروپا په پراخه کچه په دې برخه کې یو اصولي دریځ غوره کړی دی.
د امنیتي چارو شنونکی باحث زیاتوي، د اروپا لپاره تر هغه وخته پورې چې په افغانستان کې د پام وړ اصلاحات رامنځته نه شي؛ تر هغې به د طالبانو لهخوا پرله پسې وړاندیزونه رد کړي.
همدا راز د طالبانو رهبري په ژوره توګه امریکا ته د یوه پخواني اشغالګر په توګه نه؛ بلکې د یوه اېډیالوژیکي مخالف په سترګه ګوري. په دې برخه کې بګرام یوازینۍ پوځي اډه نه ده؛چې د مقاومت او بریا سمبول لري.