د لغمان پخوانی والي: د افغان کډوالو په تړاو د طالبانو چوپتیا معنا لرونکې ده
د پرځېدلي جمهوري نظام پر مهال د لغمان والي عبدالجبار نعیمي ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستل کېدو په تړاو د طالبانو چوپتیا معنا لرونکې ده.
نوموړي دغه څرګندونې د کاناډا په ټورنټو ښار کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو یوې اعتراضیه غونډې ته کړې دي.
د هغه په خبره، که څه هم طالبان له ځینو هېوادونو سره ډېپلوماټیکې اړیکې لري؛ خو باید د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو چوپه خوله پاتې نشي.
جبار نعیمي زیاته کړې، طالبان مسوولیت لري چې د افغان کډوالو د عزت لپاره خپل مسوولیت ادا کړي او اېستل کېدونکو کډوالو ته باید په کور دننه اسانتیاوې برابرې کړي.
د لغمان دغه پخواني والي همدا راز نیوکه کړې، چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د بېغورۍ په خوب ویدې دي او باید را وېښې شي.
نعیمي له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغان کډوالو ستونزو د اوارۍ لپاره دې لاس په کار شي. هغه اندېښنه څرګنده کړې، چې اوسمهال په ایران او پاکستان کې افغانان له خورا بد وضعیت سره مخ دي.
دغه پخواني چارواکي دا هم ویلي، چې افغان کډوال د ایران او پاکستان په نا امنیو کې ښکېل نه دي.
دغه څرګندونې داسې وخت کېږي، چې له پاکستانه د سلګونه زره افغانانو د اېستلو پرېکړه شوې ده.
د راپورونو له مخې، همدا نن هم د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د یاد هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو د نیول کېدو پسې کور په کور عملیات روان دي.
پاکستان پرېکړه کړې، چې اته سوه زره اې سي سي کارت لرونکي او بې اسناده افغانان په روانه څپه کې خپل هېواد ته ستانه کړي.
په دغه هېواد کې نږدې درې مېلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې له نیمايي ډېر یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان د استوګنې معتبر قانوني اسناد هم لري.
همدا راز ایران هم پرېکړه کړې، چې په نږدې راتلونکې کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر پیل کړي. د رسمي معلوماتو له مخې، اته مېلیونه افغانان په ایران کې مېشت دي چې له ډلې یې څلور مېلیونه کسان بې اسناده او یا هم د استوګنې د اسنادو مودې یې پای ته رسېدلې دي.
د بشري حقونو او د کډوالو د ملاتړ سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې د افغانانو د اېستلو بهیر دې ودروي.
همدا راز پر ګاونډیو هېوادونو غږ شوی، چې نور دې د افغان کډوال د ځورولو څخه هم لاسونه واخلي.