افغانه کډواله: زما د ماشومانو په ذهن کې د وطن تصویر يوازې هغه کيسه ده، چې ما ورته کړې ده
فاطمه بيبي له ٥٧ کلونو وروسته له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستنېږي. هغه وايي، ۱۰ کلنه وه چې له خپلې کورنۍ سره یوځای پاکستان ته کډواله شوه؛ خو نن له خپلو ۶ اولادونو سره يو داسې وطن ته روانه ده، چې نه يوازې د هغې بلکې د ماشومانو لپاره یې هم نوی دی.
د فاطمه بيبي په سترګو کې چې د کلونو راهیسې د وطن درد پټ و؛ د هغې د زوی یوې ساده خو زړه بوږنوونکې پوښتنې راڅرګند کړ، هغه دا چې «مورې ستا وطن خو افغانستان و، ايا زموږ وطن به هم هغه وي؟»
دغه پوښتنه نه يوازې د دغه ماشوم اندېښنه بیانوي؛ بلکې د هغو مېليونونو افغان کډوالو د راتلونکې په اړه يوه لویه پوښتنه ده، چې له څو لسيزو راهيسې یې په پاکستان کې پناه اخيستې ده.
فاطمه بيبي د هغو افغان کورنيو له ډلې ده، چې د جګړې او بېثباتۍ له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي وو.
هغوی که څه هم په پاکستان کې پناه واخیسته؛ خو د دغه هېواد تابعيت او دايمي استوګنه یې نه ده ترلاسه کړې.
فاطمه بيبي په ژړغوني غږ وويل:« زما د ماشومانو په ذهن کې د وطن تصویر يوازې هغه کيسه ده، چې ما ورته کړې ده. زما زوی افغانستان نه دی ليدلی؛ خو اوس غواړي پوه شي، چې د هغه وطن کوم دی؟»
دغه کډوال د پاکستان حکومت د جبري اېستنې تر اعلان وروسته بېرته خپل هېواد ته روان دي.
په تورخم کې په دغه ډله کې نارينهوو د خپلو ښځو او ماشومانو د خونديتوب لپاره هغوی په څادرونو پوښلي؛ تر څو د ګڼې ګوڼې څخه خوندي شي.
د فاطمه بيبي لور اقصی چې توره بورقه يې اغوستې وه، له خپلو درېیو خوېندو سره اندېښمنه ناسته وه.
اته کلنه شفا چې نوي کالي یې اغوستي وو او لاسونه یې په نکریزو سره وو؛ له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته د تګ لپاره چمتو وه.
کله چې د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواري ترې وپوښتل، ته ولې افغانستان ته ځې؟ نو هغې یې په ځواب کې وویل:« موږ هلته چکر ته ځو، هلته ډېرې زانګوګانې دي او ډېر خوندور خوراکونه هم پيدا کېږي. مور مې وایي، چې پلار به موږ هلته څو ورځې وساتي او بيا به موږ ته چکر راکړي او بیا به بېرته راشو.»
د فاطمه بيبي لور اقصی د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواري ته وويل:« ما مې له خورلڼو سره يو ځای د سینګار کولو کورس نېولی و؛ ترڅو چې په کورنۍ کې کوم واده وي، نو زه به د ناوې يا مېلمنو سینګار وکړم. زما خور اشپزۍ ته لېواله وه، هغې هغه زده کړل. اوس چې موږ بېرته روان يو هغې راته وويل، چې د سینګار کولو سامان هم له ځان سره واخله کېدای شي هلته په کار راشي؛ خو زما ورور راته وويل، چې د طالبانو حکومت هلته سینګارتونونه تړلي دي.»
سيد نواز د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی او شاوخوا ٤٧ کاله کېږي، چې په پاکستان کې مېشت دی.
د افغانستان انټرنشنل خبریال له نوموړي پوښتنه وکړه، ستا سره چې کومې ښځې دي لږې اندېښمنې ښکاري ايا کومه ستونزه لري؟ نو هغه په موسکا سره ځواب ورکړ:« اندېښمن خو ټول يو؛ خو اصلي اندېښنه خو به له دغه سفر وروسته پيل شي. زما لوڼې وايي، چې حالات موږ چېرته راوستلو، نه مو هلته ژوند ليدلی نه د داسې ځای له ژوند سره عادت یو.»
هغه وایي، سفر خو لا اوس پيل شوی او دوی له وړاندې ورته وار خطا شوی؛ د دوی په مخکې خو ټول ژوند پروت دی، چې بايد په نوي هېواد کې یې له سره پيل کړي.
نوموړي د افغانستان انټرنشنل خبریال هغې پوښتنې ته چې تاسو نه غواړئ افغانستان ته لاړ شئ؟ وویل:« زما ټول ژوند په پاکستان کې تېر شوی، زما واده دلته شوی، ماشومان مې دلته زېږېدلی او دلته يې زدهکړې کړې دي. هغوی ته نه پښتو ورځي او نه فارسي؛ يوازې په اردو پوهېږي.»