د برېښنا صندوق د مراقبت په نامه؛ طالبان له کورونو ۲۰۰ او له هټۍوالو ۴۰۰ افغانۍ اخلي
په کابل او ولایتونو کې طالبان د برېښنا صندوق د مراقبت په نامه له خلکو نه په هره دوره کې د خدماتو په نامه ۲۰۰ افغانۍ او له هټیوالو ۴۰۰ افغانۍ اخلي.
په کابل او ولایتونو کې طالبان د برېښنا صندوق د مراقبت په نامه له خلکو نه په هره دوره کې د خدماتو په نامه ۲۰۰ افغانۍ او له هټیوالو ۴۰۰ افغانۍ اخلي.
په کابل کې یو شمېر هټیوالو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د برېښنا شرکت د برېښنا په هره دوره کې د خدماتو په نامه له خلکو نه د کور د میټر پر سر ۲۰۰ افغانۍ او له هټیوالو ۴۰۰ افغانۍ اخلي.
شکایت کوونکي وايي، دغه پیسې د برېښنا پر بېلونو اضافه اخېستل کیږي، خو د لګښت د میکانیزم په اړه هیڅ راز شفافیت نه تر سترګو کیږي.
په کابل، کندهار او ننګرهار کې یو شمېر خلکو په خپلو غږونو کې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دوی نوي صندوقونه لګولي او قلفونه یې هم ورته پېرلي، خو پر دې سربېره ترې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت د ترمیم او مراقبت په نامه میاشتنۍ ۲۰۰ افغانۍ اخلي.
ددوی په وینا، د مېتر ساتنې صندوقونه نوي دي او هیڅ ډول ترمیم او مراقبت ته اړتیا نه لري.
دوی له ترمیم او مراقبت پرته دا پیسې اخستل غیر شرعي ګڼي او وايي، چې په دې اړه باید دیني عالمان نظر ور کړي.
طالبانو له دې وړاندې په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د صندوقونو د قلفونو په نامه هم له خلکو پیسې اخستې دي.
د ننګرهار یوه اوسیدونکي افغانستان انټرنشنل ته په خپل غږ کې ویلي، چې دوی ته د قلف پیسې ۲۰۰ افغانۍ حساب شوې، په داسې حال کې، چې په بازار کې هغه قلف په ۵۰ افغانۍ موندل کیږي.
طالبانو په دې وروستیو کې پر خلکو د کورونو د صفايي کتابچې هم نوې کړې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت تر اوسه ددې اضافي لګښتونو په اړه وضاحت نه دی ور کړی.