پاکستان: نړیوال دې له افغانستان څخه پاکستان ته د «ناقانونه وسلو» د لېږد مخنیوی وکړي
د جیونیوز د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازولۍ، په یوه غونډه کې له نړۍ وغوښتل چې له افغانستان څخه پاکستان ته د هغو «ناقانونه وسلو» د لېږد او قاچاق د مخنیوي لپاره کار وکړي چې له بهرنیو ځواکونو څخه پاتې شوي.
هغه وايي، دغه وسلې د ټي ټي پي او د بلوڅ بېلتونپاله غورځنګ په ګډون د دغه هېواد د حکومت مخالفو ډلو لاس ته لوېدلې دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي سلاکار عاطف رضا د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې چې په سریلانکا کې جوړه شوې وه، وویل: «ترهګرې ډلې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت هغه ناقانونه وسلې په واک کې لري چې په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو پاتې دي.»
طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه ندي ویلي، خو تر دې وړاندې یې پاکستان ته په دغه هېواد کې له امریکایي ځواکونو او ناټو پاتې شویو وسلو لېږد او قاچاق رد کړی و.
خو په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي ماموریت سلاکار وايي، دا وسلې د ټي ټي پي او د بلوڅ بیلتونپاله غورځنګ وسله وال د ملکي وګړو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې کارول کېږي.
هغه د پاکستان له نړیوالو شریکانو وغوښتل چې «د پرېښودل شویو وسلو دا لویه زېرمه باید بیرته ترلاسه کړي. وسله والو ډلو ته د هغوی د لاسرسي مخه ونیسي او د غیرقانوني وسلو د تور بازار د بندولو لپاره اقدامات دې وکړي.»
عاطف رضا وايي: «موږ پوهیږو چې غیر دولتي فعالان د پرمختللو ناقانونه وسلو د تولید ظرفیت نه لري. له همدې امله په دې ناوړه کړنو کې د ځینو دولتي لوبغاړو د لاس لرلو په اړه پوښتنې راپورته کیږي.»
په همدې حال کې د «سروې اف لایټ ویپنز» په نوم یوې څېړنیزې موسسې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان له ختیځو ولایتونو څخه د پاکستان قبایلي سیمو ته د وسلو قاچاق دوام لري او ډېری وخت دا کار د افغان طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په امر ترسره کېږي.
له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شفقت علي خان هم د روان کال په پیل کې په افغانستان کې د پرمختللو امریکايي وسلو شتون ته اشاره کړې وه چې د «تحریک طالبان پاکستان په ګډون د ترهګرو سازمانونو لهخوا په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لپاره کارول کیږي.»