د ستنېدونکو کډوالو کیسې؛ د پاکستاني پولیسو رویه د بې عزتۍ تر کچې ده

د پاکستان د حکومت له خوا د جبري ستنولو پروګرام په لړ کې تورخم ته رسېدلي افغانان د پاکستاني پولیسو له چلند څخه شکایت کوي او وايي، چې دوی یې په بې عزتۍ اړ کړي څو کډې بار کړي. دغه افغانان زیاتوي، کډې مو تر دې ځایه د قرضونو په پیسو راوړي.

د وایس پي کې په نامه ویب پاڼې په راپور کې راغلي، پنځه څلوېښت کلن ملوک خان او کورنۍ یې چې د پنجاب له نارووال ولسوالۍ څخه اوږد او سخت سفر کړی او بالاخره تورخم ته رسېدلي، د ډيورنډ په کرښه دمه کوي.

ملوک خان ویلي: "ما همدا نن سهار ناشته وکړه، اوس به له ماشومانو سره افغانستان ته ولاړ شم. موږ په پاکستان کې د سکرو په پلورلو خپل ژوند جوړاوه. کله چې زه لومړی دلته راغلم لاهم د خپلې مور په غېږ کې وم. اوس د ژوند په دې مرحله کې زه بېرته ستنیدو ته اړ شوم او زه هلته کور هم نه لرم."

نوموړی په افغانستان کې نه د کور لپاره ځمکه لري او نه د ژوند تېرولو لپاره دومره پیسې چې یو کوچنی کاروبار پرې وکړي.

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو (ACC کارت لرونکو او ناقانونه کډوالو) لپاره د مارچ ۳۱مه وروستۍ نېټه ټاکلې ده.

د دوی د "رضاکارانه" بېرته ستنیدو بهیر د اپرېل په لومړۍ نېټه پیل شو.

د رسمي احصایو له مخې، د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د اپرېل تر ۴ پورې یوازې ۷۲۳ کورنۍ افغانستان ته تللي، چې ډېری یې د پنجاب د بېلابېلو سیمو څخه دي.

د ملوک خان تر څنګ محبوب خان هم تورخم ته رسېدلی او له تورخم څخه د اوښتو لپاره شیبې شماري.

نوموړي وویل: "د اختر په رخصتیو کې مو له پولیسو یوازې پنځه ورځې د رخصتۍ غوښتنه کړې وه، خو یو ماښام چې موږ له ډاکټر څخه راستانه شوو، موږ ولیدل چې پولیس زموږ کور ته ننوتلي او زموږ مېرمنې او کوچني ماشومان یې په زوره بندیان کړي دي، کله چې موږ د پولیسو مرکز ته ورسېدو، دوی یې خوشې کړل، مګر موږ د ډېر سپکاوی احساس وکړ چې په هماغه شپه موږ په بېړه خپل سامانونه وتړل او په یوه موټر کې سپاره شوو چې تورخم ته مو ورسوي."

دېرش کلن هجرت الله هم په سیالکوټ کې د کډوالۍ شپې کولې.

نوموړي هلته یو کوچنی کاروبار درلود چې د دوی ورځینی ژوند پرې تېرېده.

هغه چې له سترګو یې اوښکې روانې وې وویل: «ما د نيول کېدو د پرله پسې وېرې له امله افغانستان ته د ستنېدو پرېکړه وکړه"مګر زموږ خراب مالي وضعیت زه دې ته اړ کړم چې خپل بوډا پلار شاته پرېږدم. یو چا وویل چې موږ به د پولې هاخوا مرسته ترلاسه کړو، مګر موږ ان د موټر د کرایې لپاره کافي پیسې نه درلودې."

سید ولي شاه چې د کور ټول توکي له جهلم څخه تورخم ته راوړي وویل: "ما په کوچنۍ لارۍ کې د سفر کولو لپاره ۴۲ زره کلدارې ورکړې وې او د ښځو او ماشومانو لپاره په جلا موټر کې ۲۵ زره کالدارې مصرف شوې. موږ د دې ټول سفر لګښت پور کړی او اوس څوک پوهېږي چې موږ به دا پور کله ادا کړو."

په تورخم کې انتظار کوونکې ښځه چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، په ژړغوني غږ وايي: "دلته سرپناه نه شته، د څښاک پاکې اوبه نه شته، روغتیایي اسانتیاوې نه شته، زموږ ماشومان په باران او سخت لمر کې ناروغه کېږي، دواړه حکومتونه ادعا کوي چې په افغانستان کې به مرسته وشي، خو موږ یوازې په دې برخه کې ژوندي پاتې شوي یو."

د جبري بېرته ستنولو دغه لړۍ د ټولو لپاره له ستونزو خالي نه ده، خو مېرمنې اړتیا لري چې په دغه ډول سفرونو کې ورته د حفظ الصحې لپاره امکانات برابر شي.

په همدې حال کې په تورخم کې رسمي سرچینو تایید کړې چې "د لنډمهاله سفري اسنادو (TAD) پرته هېڅ موټر نه شي کولی افغانستان ته ننوځي. دوی ټرانسپورټرانو ته په کلکه خبرداری ورکړی چې د کورنیو له لېږدولو دمخه ټول اسناد بشپړ کړي، که نه نو دوی به په پوله ودرول شي او له ستونزو سره به مخ شي."

علي امین ګنډاپور په اسلام اباد کې د یوې ځانګړې خبري غونډې پر مهال په احساساتي ډول وویل، چې دوی به هېڅ کډوال په زوره ونه باسي.

هغه وويل: "د فدرالي حکومت تګلاره د بشريت له مخې ناسمه ده. په دې اړه له افغانستان سره جدي خبرې روانې دي."

تر دې وړاندې د خيبر پښتونخوا وزير اعلي د کډوالو د شړلو په اړه د مرکزي حکومت د پرېکړې سخت مخالفت کړی و او د دې اندېښنو د هواري لپاره د لومړي وزير شهباز شريف په لارښوونه د لوړې کچې غونډه رابلل شوې وه.

د داخلي سرچینو د معلوماتو له مخې، له غونډې وروسته علي امین مرکزي حکومت ته د کډوالو د بېرته ستنېدو په برخه کې د هر ډول ممکنه همکارۍ ډاډ ورکړ.

له تېرو څو ورځو راهیسې د پېښور په بېلابېلو سیمو کې پولیس او نورې امنیتي ادارې پرله پسې افغان کډوالو ته خبرداری ورکوي، چې ژر تر ژره له پاکستانه ووځي.