د ټرافیکي پېښو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۰ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي
طالبان وايي، په فاریاب، نورستان، بغلان او جوزجان ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۰ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د شنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په علملیک سیمه کې د دریو موټرو د ټکر له امله یو ماشوم مړ شوی او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي.
د نورستان د نورګرام ولسوالۍ به بړاګوش کلي کې هم د موټر چپه کېدو په پېښه کې یوه ماشومه مړه شوې او ۷ تنه نور ټپیان شوي.
همدارنګه د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په شیخ جلال کوتل کې د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۴ تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د یادو پېښو په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
پر همدغه مهال په جوزجان کې د طالبانو د امینه قوماندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي رسنیو ته ویلي، چې پرون د یاد ولایت د فیض اباد ولسوالۍ په شیشه خانه کلي کې د شبرغان ـ مزارشریف پر عمومي لار د یو سراچه موټر چپه کېدو په پېښه کې د موټر چلوونکي په ګډون څلور کسان مړه او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
تېره ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اختر په ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په ۸۰ ټرافیکي پېښو کې ۳۰ کسان مړه شوي او ۱۵۵ تنه نور ټپیان شوي.
په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو سره چې د دې ډلې وسلوالو ته موټر په لاس ورغلي او هم ترافیکي اصول سم نه پلي کېږي ور سره ترافیکي پېښې هم ډېرې شوې دي.
د ځینې رپوټونو له مخې، یواځې تېر لمریز کال په افغانستان کې تر دوو زرو کسان په دې پېښو کې مړه شوي دي.