بریتانیا د یوې افغان فعالې پناه غوښتنه رد کړې او وايي، له “هیڅ خطر” سره مخ نه ده
بریتانوۍ کارډین ورځپاڼه په خپل یوه راپور کې ویلي، یوه افغان مېرمن چې افغانستان کې یې د بشري حقونو د دفاع په برخه کې کار کاوه او د طالبانو واکمنېدو سره بریتانیا کې مېشته شوې، اوس د بریتانیا کورنیو چارو وزارت د هغې پناه غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان ته یې تګ خوندي دی.
په راپور کې د مېرمنې مستعار نوم مینه ښودل شوی او وايي، چې په افغانستان کې یې د بشري حقونو په برخو کې کار وه خو اوس یې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت په دغه هېوادې د پناه غوښتنه رد شوي ده.
مینه ګارډین ته وايي:«ما فکر کاوه چې زما د پناه غوښتنه به ومنل شي. زه د افغانستان یم، یوه ښځه یم. ما له لویدیځو حکومتونو سره کار کړی دی. خو دا ردول زما لپاره یو لوی شاک و. اوس هره ورځ له دې ویره لرم چې بېرته خپل هېواد ته واستول شم. دلته عادي ژوند کول ماته لکه خوب ښکاري. زه له رواني لحاظه ډېره کړول شوې یم.»
هغې زیاته کړه:«کله چې مې له لویدیځو حکومتونو سره کار کاوه، ماته د امنیتي خطرونو، بم چاودنو او تښتونې په صورت کې د غبرګون ښودلو روزنه راکړل شوې وه. هره ورځ به زه له بمونو یوازې څو ثانیې یا دقیقې لرې وم. هر سهار چې به مې له کورنۍ سره خدای پاماني کوله، دا به مې په زړه کې وو چې ښایي دا وروستی ځل وي چې هغوی وینم.»
د بریتانیا کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې د داسې ښځو د پناه غوښتنې منلې دي چې د لودیځو هېوادونو په پروژو او د ښځو د حقونو په برخو کې یې کار کاوه او د طالبانو له لوري یې ژوند له ګواښ سره مخ و.
ګارډین وايي، د بریتانیا له لوري د ۲۰۰۰ افغانانو د پناه غوښتنه رد شوې او د ۲۰۲۴ کال په ورستیو دریو میاشتو کې د ۲۶ افغان ښځو ته پناه نه ده ورکول شوي.
که څه هم مینې د پناه غوښتنې مرکې پر مهال د افغانستان د وضعیت او د خپل کار له امله د ځان پر وړاندې خطرونه بیان کړي وو، خو د کورنیو چارو وزارت پریکړه کوونکي ویلې:«داسې ښکاري تاسو افغانستان ته ستنېدو کې د خپلې ادعا شوې منفې پاملرنې پر بنسټ د ځورونې یا زیان له ریښتیني خطر سره مخ نه یاست.»
د پناه غوښتنې په رد لیک کې همداراز لیکل شوي:«داسې ښکاري چې تاسې به د خپل پخواني کار له کبله د قوي ملاتړ شبکه ولرئ.»
لیک زیاتوي:«ستاسې په قضیه کې هېڅ داسې بشري عوامل نشته چې له مهاجرتي مقرراتو پرته د پاتې کېدو جواز درکړي.»
د مینې وکیل جېمي ګارډین ته ویلي:«دا حیرانونکې ده چې په وروستیو دریو میاشتو کې ۲۶ افغان ښځې رد شوې دي. خو د مینې قضیه ځکه خواشینوونکې ده، چې د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې یوه ښځه، چې خپل ژوند یې د ښځو د حقونو د دفاع لپاره له خطر سره مخ کړ، بېرته ستنېدو کې له خطر سره مخ نه ده.»
نوموړی وايي، بریتانیا دې د مینې په څیر کسانو ته په پناه ورکولو وړیاړ وکړي.
خو له دې سره لا هم بریتانیا له خطر سره مخ افغانان خپل هېواد ته لېږدوي او پنا ور کوي.
تېره ورځ په بریتانیا کې د براکنل فورسټ شورا اعلان وکړ، چې په راتلونکو څو میاشتو کې به ۳۰۰ هغه افغانان په دغه سیمه کې مېشت شي چې د ګواښونو له امله یې خپل هېواد پریښی دی. دا شورا وايي، په برېتانیا کې د دغو افغانو مېشتېدنه د دوی د ۲۰۲۴ کال د افغان کډوالو د ملي مېشتنېدنې د پلان برخه ده.