نیوزیلنډ له پاکستان نه د کریکټ ۵۰ اوره لوبلړۍ وګټله

نیوزیلنډ کرېکټ لوبډلې په دريمه یو ورځنۍ لوبه کې پاکستان ته د ۴۳ منډو په توپير ماتې ورکړه او دغه لوبلړۍ يې درې پر صفر وګټله. تر دې سياليو وړاندې نيوزيلنډ له پاکستان د پنځو ۲۰ اوره لوبلړۍ هم ګټلې وه.

د نیوزیلنډ او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ د دريمې یو ورځنۍ سيالۍ پچه پاکستان وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

نیوزيلنډ لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۵ منډې هدف وټاکه.

پاکستان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۱ منډې جوړې کړې او د ۴۳ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

کوربه نيوزيلنډ پاکستان لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې د ۷۳ منډو او په دویمه کې يې د ۸۴ منډو په توپير ماتې ورکړې.

د پاکستان د دې لوبلړۍ تر ماتې وروسته په لوبغالي کې نندارچیانو پاکستاني لوبغاړو ته سپکې سپورې ویلي.

پاکستان جیونیوز په لوبغالي کې د نندارچیانو او پاکستاني لوبغاړي خوشدیل شاه د جنګ او جنجال تصويرونه نشر کړي دي.

په خبر کې ويل شوي، چې د نندارچیانو له خوا لوبغاړو ته د سپکو سپورو ویلو وروسته پاکستاني لوبغاړي خوشدیل شاه عکس المعمل ښودلی او له نندارچیانو سره یې جنجال کړی.

پاکستان کرېکټ بورډ هم د خپلو ملي لوبغاړو په وړاندي دا پېښه سپکاوی بللی او خپله اندېښنه یې ښودلې.

دا لومړۍ ځل نه دی، چې د پاکستان کرېکټ لوبډله تر ماتو وروسته د خپلو نندارچیانو له لورې د منفي چلند سره مخ کيږي، بلکي څو ځله په خپلو ورزشي میدانونو کې هم د نندارچیانو له انتقادونو او منفي چلند سره مخ شوي دي.