افغان پلار او زوی ډوبلن هوایي ډګر کې د پولیسو له‌خوا ونیول شول

دوه افغانان چې ځانونه پلار او زوی دي، په ډوبلن هوایي ډګر کې د پولیسو له خوا نیول شوي. دغه دوه کسان له اوسلو څخه دوبلن ته له پاسپورټونو پرته تللي دي.

دغه دوه کسان د جمعې په ورځ د کډوالو نړۍوال ګارد افسرانو له‌خوا د ډوبلن هوایي ډګر کې مازیګر ۴ بجې له ترمینل۱ څخه د راتګ پر مهال نیول شوي دي.

د دوی په تورونو کې ویل شوي چې پال او میتيش سنګ د ۶۷ او ۱۸ کلونه عمرونه لري او د دوی د زېږېدلو نېټه یې یو شان ده.

دغه دوه کسان چې ثابت ادرس نه لري، د کډوالۍ قانون د ۱۱مې مادې له مخې تورن شوي.

دوی معتبر پاسپورټونه یا نور ثابتوونکي هویتي اسناد نه لري او امکان لري چې په ۱۲ میاشتو بند محکوم شي.

د کډوالو نړۍوال ګارد افسر جان هنري وویل، چې پال سنګ د خپل تور په ځواب کې ویلي چې هغه مرستې ته اړتیا لري.

د هغه همکار افسر یانګ منګ وویل، چې میتيش سنګ د خپل تور په ځواب کې هېڅ هم نه دي ویلي.

د قانوني مشورې او د محکمې د پروسې ژباړلو لپاره دوی ته د پښتو ژبې یو ژباړن هم برابر شوی و، مګر دوی محکمه کې هېڅ خبرې ونه کړې.

مدافع وکیل کیوین مککریو وویل، چې مدافعین په دې مرحله کې د ضمانت غوښتنه نه کوي. قاضي مک هیګ د حقوقي مرستې اجازه ورکړه، دوی یې به په توقیف کې وساتل شي او د زندان لپاره د طبي پاملرنې امر یې وکړ.

دوی به بیا په راتلونکې اونۍ کې محکمې ته حاضر شي.