پېښور کې د طالبانو کونسلګري او کابل کې د پاکستان سفارت له کډو وړونکو موټرو «فیس اخلي»
افغان کډوال او د کډو موټروانان وايي، په پېښور کې د طالبانو کونسلګري او کابل کې د پاکستان سفارت د موټرپاس په نامه سل سل ډالره فيس اخلي او که ور یې نه کړي، موټر یې له تورخم نشي اوښتلی کډوال دا شکایت هم کوي چې ځینو سیمو کې پاکستاني ځواکونه د خپلو توکو د وړلو اجازه نه ورکوي.
هغه انځورونه او ویډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رارسېدلې پکې ښکاري چې له پاکستانه اېستل شوي افغان کډوال د خپلو کورونو توکي په کراچیو کې لېږدوي.
د معلوماتو له مخې د موټر پاس په نامه په پېښور کې د طالبانو تر واک ولاندې د افغانستان کونسلګري او په افغانستان کې د پاکستان سفارت په کډون د کونسلګریو له خوا صادریږي.
ځايي سرچینې وايي موټر چلوونکي اړه دي چې د دې پاس ترلاسه کولو لپاره داوړو خواوو ته ۲ سوه ډالره فېس تحویل کړي.
ځینې موټر چلوونکي وايی چې دا پیسې دوی له افغان کډوالو اخلي او دا په کرایه کې حسابوي خو ځینې کډوال ددې پیسو د ورکړې توان نه لري او دوی مجبور دي چې د توکو بار موټر په تورخم کې خالي کړي.
په تورخم کې د افغانستان انټرنشنل خبریال هم وايي چې د دې سند نشتوالي له امله باري موټر نشي کولی چې له کرښې واوړي.
افغان کډوال وايي چې پاکستاني او طالب چارواکي دې په دې برخه کې اسانتیاوې راولي او دا فېس دې داوړه خوا معاف شي او پرته له کوم سند دې موټرو ته د تګ او بېرته راتګ اجازه ورکړي.
ددې پاس لرونکي کولی شي چې د موټر چلوونکی او یوه همکار سره پرته د پاسپورټ او وېزې تګ او راتګ وکړي.
د افغان کډوالو شکایتونه دا هم دي، چې د پاکستان د حکومت له لوري جوړ شوي کېمپونو کې یې مالونه په زوره ګرځول کېږي او پاکستاني ځواکونه ورته اجازه نه ورکوي چې خپل د کورونو توکي له ځانونه سره انتقال کړي.
هغه ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي پکې لیدل کېږي، پاکستاني ځواکونه ورته د خپلو د کورونو د توکو د وړلو اجازه نه ورکوي.
افغانان د پاکستان او له طالب چارواکو غواړی چې د دغو توکو په برخه کې ور سره همکاري وکړي.