اروپايي چارواکې: د ټرمپ لخوا پر افغانستان تعرفه لګول سیاسي ځورونه او د خلکو پر مخ څپیړه ده

د اروپايي پارلمان او افغانستان ترمنځ د اړیکو کمیټې مشره ګارسیا هرمیدا فونډر واله راکل د امریکا د ولسمشر لخوا له د افغانستان پر توکو د ۱۰ سلنې تعرفې لګول سیاسي ځورونه او د افغانانو پر مخ څپېړه بولي.

ګارسیا هرمیدا له ایرو نیوز سره په خبرو کې وايي:«پر هغو خلکو باندې د تعرفې لګول چې په یوه ډالر ژوند کوي بدماشي او د خلکو په مخ یوه څپېړه ده. فقر د ترهګرۍ د ودې لپاره یوه حاصلخیزه ځمکه ده.»

د اروپايي پارلمان او د افغانستان ترمنځ د اړېکو د کمیټې مشره وايي:«د افغانستان اقتصاد تر یوې اندازې متحده ایالاتو ته په صادراتو پورې تړلی دی چې تمه کیږي د ټرمپ د وروستۍ پریکړې له امله به اغیزمن شي.»

ګارسیا هرمیدا چې په دوامداره توګه د افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت څاري، زیاتو:«افغانستان د طالبانو د حکومت لاندې په یوه ستونزمن حالت کې دی. اروپا باید په دې برخه کې اقدام وکړي. افغانستان ته بشري مرستې کمې شوې دي او افغانان په سختۍ د ځان لپاره امکانات برابروي. فقر به ناوړه پایلې ولري او ښايي دا هیواد به له شکه پرته د ترهګرو د روزنې په ځای بدل شي.»

د اروپا د پارلمان دغه غړې په ټینګار سره وویل:«د اروپا د امنیت لپاره موږ باید بشري مرستو ته دوام ورکړو او په افغانستان کې د فعالو سازمانونو له لارې د خلکو ملاتړ وکړو.»

دغه اروپايي چارواکې وړاندې هم ویلي و، چې د افغانستان ۹۰ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې دي او د ۲۲ میلیونو خلکو ژوند په مستقیم ډول د بشري مرستو سره تړلی دی.

د ټرمپ تعرفو نه یوازې د افغانستان په ګډون ځینې محدود اقتصادي عاید لرونکي هیوادونه اغیزمن کړي دي، بلکې په پراخه کچه یې کاناډا، اروپایي او اسیايي هیوادونه هم له بحران سره مخ کړي دي.

ټرمپ وايي، چې تعرفې د امریکا د اقتصاد د پراختیا او پیاوړتیا په هدف لګول کیږي، خو شنونکو خبرداری ورکړی چې د دې تعرفو لګول ان پخپله د امریکا اقتصاد ته زیان رسولی شي.