افغان کرېکټ بورډ د زونونو ترمنځ د درې ورځنیو سياليو مهالوېش اعلان کړ

د افغانستان کرېکټ بورډ د پنځو زونونو ترمنځ د ميرویس نیکه درې ورځنيو سیاليو مهالوېش اعلان کړ. کرېکټ بورډ ویلي، چې دغه سيالۍ به د اپريل میاشتې په اتمه پيل او د همدې مياشتې تر ۲۶مې به دوام وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د شنبې په ورځ ویلی، چې په دې سياليو کې پنځه لوبډلې «سپين غر، بندامير، امو، میس عینک او بوست» برخه لري.

د معلوماتو له مخې، د زونونو ترمنځ دغه درې ورځنۍ سيالۍ د کندهار او هلمند په کرېکټ لوبغالو کې تر سره کیږي.

د سیاليو لومړۍ لوبه د اپريل مياشتي په ۸مه نېټه د سپين غر او بند امير لوبډلو ترمنځ د کندهار کرېکټ لوبغالي کې تر سره کېږي.

کرېکټ څارونکي دغه کورنۍ سيالۍ د کرېکټ د ودې او پرمختګ لپاره مهمې بولي او تمه ښوي، چې د افغانستان ملي لوبډلو ته به نوي لوبغاړي وړاندي کړي.