ګنډاپور: افغان کډوال له پښتونخوا په زور نه اېستل کیږي

د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور د یوه خبري کنفرانس پرمهال خبریالانو ته ویلي، هغه افغانان چې په خپله خوښه افغانستان ته ستنیږي له هغو سره همکاري کوي، خو چا ته اجازه نه ورکوي، چې افغانان په زور له دغې صوبې وباسي.

ښاغلی ګنډا پور وايي، هیچاته اجازه نه ورکوم، چې افغانان په زور له پښتونخوا صوبي وباسي.

نوموړي د یوه خبري کنفرانس پر مهال خبریالانو ته وویل، چې د افغان کډوالو د ستنولو په اړه یې تګلاره روښانه ده او افغان کډوال به په ګډوډ حالت کې نه بلکي، د خپل دود سره سم په ښه ډول بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

نووموړي په اسلام اباد کې د یوه خبرې کنفرانس پر مهال خبریالانو ته وویل:«د صوبي پولیسو او امنیتي کسانو ته مې دا واضیح پیغام دی، چې څوک به په زور نه باسئ. ځکه په داسې حالاتو کې د یو چا ایستل، چې هلته د هغوی لپاره هیڅ چمتوالی نه وي نیول شوی، د هغوی د خوراک څیښاک لپاره هیڅ نه وي چمتو شوي، په دغه ډول د خلکو ایستل نه زموږ پالیسې ده، نه زموږ روایات دي او نه هم داسې کار ته اجازه ورکوم.»

نوموړی وايي، تر څو چې افغانستان د کډوالو منلو ته چمتو شوی نه وي افغان کډوال به په زور افغانستان ته نه ستنول کیږي.

کنډاپور د افغان کډوالو په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې کويي، چې تېره ورځ د پېښور په ځینو سیمو کې پولیس کور په کور په افغانانو پسې د ګرځیدو راپورونه ورکړل شوي وو او د افغان کډوالو په ځینو کمپونو کې کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د روانې اوونۍ تر پایه دې ووځي.