د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سعودي عربستان ته په سفر تللی
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سعودي عربستان ته په سفر تللی. ښاغلي مجاهد سعودی عربستان ته د امیرخان متقي سفر د خپلمنځي ښو اړېکو د لا پیاوړتیا لپاره مهم ګام بولي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعي په ورځ په خپله اېکسپاڼه لیکلي، :« د سعودي عربستان د چارواکو له لوري د وزير صاحب دروند استقبال او عالي پروتکول د یاد هیواد د ښه نيت او ښو اړيکو څرګندویي کوي»
ښاغلي مجاهد سعودي عربستان د امیرخان متقي د سفر په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو په خپرو شویو ویدیوګانو او انځورو کې ښکاري چې ښاغلی متقي په عمره بوخت دی او د سعودي امنیتي کسان یې بدرګه کوي.