اسراییل په غزه کې پر ښوونځیو هوايي بمبارۍ کې ۳۳ تنه وژلي چې ۱۸ یې ماشومان دي

د الجزیزې شبکې د راپور له مخې اسراییل په غزه کې تازه د درېیو ښوونځیو پر ودانیو هوایي بریدونه کړي‌، چې له امله یې ۳۳ تنه ولسي کسان وژل شوي دي. په دغو وژل شویو کسانو کې یوازې ۱۸ یې ماشومان دي.

د ښوونځیو له دغو ودانیو څخه د جګړو له کبله بې ځایه شویو فلسطینیانو د استوګنې د پناه ځایونو په توګه کار اخیستلو.

هم مهاله د اسراییل له لوري د غزې بېلابېلو سیمو کې د خلکو د اجباري ایستلو امرونه هم صادر شوي او د غزې په تړانګه کې د درنو بمباریو لړۍ روانه ده.

د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱۲ فلسطینیان وژل شوي، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو سازمان وایي، له هغه مهاله چې د مارچ په ۱۸مه د اسراییل له خوا اوربند مات شوی، شاوخوا ۲۸۰ زره فلسطینیان له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.

غزه کې مړي پر سړکونو، ماشومان د ړنګو ودانیو لاندې

د اسراییل بې‌ درېغه بمبارۍ د غزې ښار پر اوسېدونکو ژوند تریخ کړی، کورونه یې په یو او بل پسې ویجاړیږي. همدا راز ښځې او ماشومان د ویجاړو شویو ودانیو لاندې پاتې دي.

عیني شاهدان وایي، مړي پر سړکونو پراته دي او ګڼ ماشومان لا هم ورک دي.

د غزې روغتیايي ژغورونکې ډلې اندېښنه لري چې د دوامداره بریدونو له کبله نه شي کولای، څو د ټپیانو مرستې لپاره لاس اقدام وکړي او د مړو شمېره هر ساعت مخ په ډېریدو دی.

هنګري ته د اسراییل د لومړي وزیر جنجالي سفر

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ په یوه جنجالي سفر کې هنګري ته تللی او د یادې هېواد لومړي وزیر ویکتور اوربان یې تود هرکلی هم کړی دی.

یاد سفر داسې مهال ترسره شو، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې (ICC) له خوا د نتنیاهو د نیولو امر هم صادر شوی.

په دې لیدنه کې نتنیاهو او اوربان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې چې په کې د جزا له نړۍوالې محکمې څخه د هنګري د وتلو مسله هم مطرح شوې ده.

په رام الله کې د بشري حقونو سازمان «الحق» د هنګري لخوا د نتنیاهو هرکلی «یو ښکاره جنجالي اقدام» بللی او د پولیسو له نړۍوال سازمان (اینټرپول) یې د هغه د نیولو غوښتنه کړې ده.

یاد سازمان وایي، «د یو مطلوب جنګي مجرم بلل، لکه د اسراییل لومړی وزیر او د جزا نړۍوالې محکمې د حکم پر وړاندې بې پروایي د نړۍوال قانوني نظام کمزوری کولو هڅه ده.»