طالبان وايي بادغیس ته د اختر په ورځو کې ۵۰ زره کورني سیلانیان تللي

د بادغیس ولایت سیمه ییز طالب چارواکي وايي، د اختر په ورځو کې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو ته شاوخوا ۵۰ زره کورني سیلانیان تللي. خو یو شمېر سلانیان وايي، چې ځايي طالبانو ترې د لوبو وسایل اخیستل او د دوی د لوبو مخه یې نیوله.

په بادغیس ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مطیع الله متقي د جمعې په ورځ د دغې ډلې تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې لویدیځ، جنوب للویدیځ او شمالي ولایتونو شاوخوا ۵۰ زره اوسیدونکي بادغیس ته په چکر ورغلي.

نوموړي ویلي، چې تر ډیره دغو سیلانیانو د بادغیس ولایت د پستې او ارچي ځنګلونو لیدنه کړې.

د سویلي ولایتونو ګڼ شمېر ځوانان هم بادغیس ته د تفریح په موخه تللي، خو ځینې یې وايي، چې بادغیس ته پر لاره او په بادغیس کې ځايي طالبانو د دوی موټرونه تلاشي کول او د لوبو سامان په ځانګړي ډول (لډو او ورقي) یې ترې اخیستلې.

د جمهوري نظام پر مهال دغه ډول تفریحي سیمي د طالبانو تر ولکي لاندې وې او عامو خلکو د تګ راتګ اجازه نه لرله، خو د تېرو دریو کالو راهیسي خلک دغو طبیعي ښکلو سیمو ته ورځي.

د چهار شنبې په ورځ په پنجشیر کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نصرالله ملکزاده د دغې ډلې تر ولاک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي و، چې د اختر په ورځو کې دغه ولایت ته د هېواد له نورو ولایتونو شاوخوا ۲۵ زره سیلانیان ورغلي وو.

په دې ورستیو کې په افغانستان کې ګڼ کسان د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د تفریح په موخه ځي، خو ښځې په تفریح ځایونو کې نه ترسترګو کیږي.